د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

ایرانی استازی: ایراني صنعت‌کاران دې افغانستان کې پانګونه وکړي


ایران له خپلو پانګه‎والو او صنعت‌کارانو غوښتي چې د افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.

د پاکستان سره د سوداګرۍ ستونزو تر پراخېدو وروسته ایران ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د ودې تر څنګ په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د ایران ولسمشر ځانګړي استازي اکبر ترکان په کابل کې د ایران او افغانستان د څلورم ګډ نندارتون پرانیست غونډې ته وویل چې هېواد یې د افغانستان د صنعتي کېدو په برخه کې مرسته کوي.

ښاغلي ترکان په ایراني صنعتکارانو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي اکبر ترکان
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي اکبر ترکان

ترکان زیاته کړه:

"موږ باید د ګاونډي په حیث د افغانستان صنعتي کېدو سره مرسته وکړو، زه له همدې ځایه ایراني صنعتکارانو ته بلنه ورکوم چې زموږ د راتلونکي اړیکو لپاره په دې موضوع فکر وکړي، زه دوی رابولم چې د افغاني سوداګرو سره ګډ کار وکړي او د صنعت په لوري ولاړ شي، زموږ دا کار تل پاتی کېږي."

د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونو او صنعتکارانو څلورم ګډ نندراتون د سې شنبې په ورځ په کابل کې پرانیستل شو چې د څلورو ورځو لپاره به د مینه‎والو پر مخ پرانیستی وي.

د افغانستان سوداګرۍ خونه وايي چې د پاکستان سره د اقتصادي کړکېچنو اړیکو وروسته‌یې هېواد ته ایراني صادرات ډېر شوي او دم‎ګړۍ د هغه هېواد سره د نېږدې دوه میلیارده ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

چارواکي که څه هم د ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې د غټو ستونزو یادونه نه‌کوي خو وايي چې نه‌توازن کولای شي هر وخت د دواړو هېوادونو سوداګري اغېزمنه کړي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد وايي چې هېواد یې د ګاونډیو هېوادونو د پانګه‎والو لپاره تر بل هر وخت ډېر چمتو دی او ښه سهولتونه‌یې رامنځته کړي دي.

د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد
د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"که ګټې او ګډ کارونه ډېر وي زموږ اړیکې ښه دوام پیدا کوي، موږ بې له شکه اړتیا لرو چې په دې حساسو شرایطو کې ایران د افغانستان تر څنګ وي او د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې مرسته وکړي."

ښاغلی مراد وايي چې د صنعتي فابریکو تر څنګ د کانونو په برخه کې د ایراني سوداګرو پانګونه د دواړو هېوادونو تر منځ ښې اقتصادي زمینې برابرولای شي.

د اقتصادي چارو کارپوهان که څه هم اوسني وضعیت ته په کتو بهرنۍ پانګونه سخته بولي خو وايي، په داسې حال کې چې د بل ګاونډي پاکستان سره د افغانستان اړیکې ښې نه‌دي ایران د خپل مارکېټ پیدا کولو لپاره ډېر څه کولای شي.

د ایران د جمهور رئیس ځانګړی استازی بیا وايي چې دا کار د دوامداره اړیکو لپاره ضروري دی او امنیتي ګواښونه‌یې باید مخه ډب نه‌کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG