د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

هرات کې روانه اوونۍ د والیبال سیالۍ پیلېږي 


ټاکل شوې چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ په هرات کې د ځوانانو د والیبال ټیمونو تر منځ سیالۍ پیل شي.

د افغانستان د والیبال فدراسیون رئیس یونس پوپلزي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ به د هرات ولایت د اتو ټیمونو په ګډون په امید جمنازیم کې جوړې شي.

ښاغلی پوپلزی وايي:

"په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د ځوانانو د والیبال سیالۍ په هرات ولایت کې وشي، د دې سیالیو هدف د دغه ولایت والیبال ټيم ته د غوره لوبغاړو ټاکل او همدارنګه د لوبغاړو هڅول دي."

ښاغلي پوپلزي زیاته کړه چې تر دې وروسته به په تخار ولایت کې هم د شمال ختیځ زون د ځوانانو ټيمونو تر منځ د والیبال سیالۍ جوړې شي.

XS
SM
MD
LG