د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۸

صدیقي: په وژل شویو ۲۴ کسانو کې دوه چارواکي هم شامل دي


دوه پرله پسې چاودنو د دوشنبې په ورځ کابل ښار ولړزاوه.د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې دفاع وزارت ته نېږدې د دوشنبې د ورځې انتحاري حملو کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د دفاع وزارت ته نېږدې د مراد خانیو په سیمه کې دوه پرله پسې چاودنې په داسې حال کې وشوې چې د دفاع وزارت کار کوونکي په همدې وخت خپلو کورنو ته روان وو.

د ښاغلي صدیقي په خبره لومړې چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوې او دوهمه په داسې حال کې شوې چې د چاودنې ځای ته امنیتي ځواکونه او عام خلک راټول شوي وو.

د ښاغلي صدیقي په خبره لومړې چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوې
د ښاغلي صدیقي په خبره لومړې چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوې

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"لومړی چاودنه وشوه او وروسته عام خلک راټول شول امنیتي کسان هم د پیښې ځای ته راغلل چې له خلکو سره مرسته وکړي په تأصف سره چې یو بل انتحاري کوونکي په سیمه کې ځان ته چاودنه ورکړه او زیات شمېر هېوادوالو او امنیتي کسان چې په سیمه کې وو، مړه او ټپیان کړل."

ښاغلي صدیقي رسنیو ته ویلي چې په دغه حملو کې د ملي اردو ځواکونو د حمایوي لوا مرستیال جنرال رازق او د دوهمې حوزې امر سیدزمان په ګډون اووه تنه نظامیان هم وژل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا په پیښو کې ۲۴ تنه وژل شوي او شاوخوا ۹۲ کسان نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل:

"د نن په انتحارې حملو کې ۹۲ تنه زموږ هېوادوال ټپیان دي او ۲۴ تنه نور وژل شوي، په راتلونکو ساعتونو کې درته د هغوی د وضعیت او دا چې څومره ملکیان، نظامیان، ماشومان او مېرمنې وژل شوي معلومات در کولای شو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا په پیښو کې ۲۴ تنه وژل شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا په پیښو کې ۲۴ تنه وژل شوي

دا چې وسله‎وال مخالفین څنګه توانیدلي د افغانستان دفاع وزارت ته نېږدې او د جمهوري ریاست څو سوه مترۍ ته ځان ورسوي د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رامنش په دې اړه وايي:

"وسله‎وال مخالفین تل د خلکو او یا هم د افغان امنیتي ځواکونو له لباسه ګټه اخلي او د هغې په کارولو سره د خلکو منځ کې چاودنه ورکوي."

عیني شاهدانو ویلي چې دوهم حمله کوونکي نظامې لباس په تن و او له چاودنې وروسته کله چې امنیتي کسان د پېښې ځای کې راټول شول چاودنه یې وکړه او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو پېښو مسؤلیت منلی.

کاووسي:د کابل ښار نننیو انتحاري حملو کې۲۴ تنه وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG