د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د لوګر پوهنتون لپاره د لیلیې ودانۍ جوړېږي


د دوشنبې په ورځ د لوګر پوهنتون محصلانو لپاره د یوې دوه پوړیزې لیلیې د جوړولو چارې پیل شوې.

د لوګر پوهنتون لپاره لیلیه چې د نېږدې شل میلیونه افغانیو په لګښت د هند په مالي مرسته د ۱۵ میاشتو په موده کې جوړېږي، د ۲۰۰ محصلانو د اوسېدو ظرفیت لري.

د لوګر پوهنتون د لیلیې ودانۍ به د اوسېدو ۲۴ خونې، د ناستې یو سالون، د اړتیا وړ اداري دفترونه او نور لازم ملحقات ولري.

د لوګر د لوړو زده‌کړو مؤسسې رئيس پوهنمل عبدالرحیمزي وویل چې تر اوسه د پوهنتون د لیلیې ودانۍ نه‌شتون د یادې مؤسسې د ټوله‌ییز پرمختګ پر وړاندې مهمه ستونزه وه.

ده وویل، د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د لوګر د لوړو زده‌کړو مؤسسې هر اړخیز پرمختګ ته لاره هواره شي.

د لوګر والي حلیم فدايي د یادې ودانۍ د کار د پیل په ځای کې وویل چې په‎ دې سره د پوهنتون د ودانیو د کمښت ستونزه څه نا څه هوارېږي، ځکه تر اوسه پوهنتون لپاره پنځه اساسي ودانۍ جوړې شوي او یا يې ودانیزې چارې په بشپړېدو دي او دا به‌يې شپږمه ودانۍ وي.

د لوګر والي حلیم فدايي
د لوګر والي حلیم فدايي

د لوګر والي د پوهنتون پرمختګ لپاره په راتلونکي کې د شپږو اساسي کارونو د اجراء یادونه وکړه.

حلیم فدايي زیاته کړه:

"زموږ په پوهنتون کې باید راتلونکي کال کې د کرنې پوهنځي په ګډون یو شمېر نور پوهنځي ایجاد شي، د خصوصي او حکومتي پوهنتونونو د استادانو او محصلانو تر منځ د تجاربو د شریکولو لپاره لازمې زمینې برابرې شي، د پوهنتون علمي او اداري بستونه باید تکمیل شي، د پوهنتون لپاره ماسټر پلان ترتیب شي او د پوهنتون د پنځه سوه جریبه ځانګړې شوې ځمکې څخه د چهاردېوالۍ راتاو وول او د یو شمېر اداري ستونزو د اساسي هواري لپاره لارې چارې پیدا شي."

د لوګر والي په خپلو خبرو کې له ځوانانو وغوښتل چې ځانونه په هېوادنۍ روحیه سمبال کړي، خپل هېواد او نظام ته وفاداري ولري، ځکه د دې هېواد د امید سترګې یوازې نوي نسل ته دي.

نوموړي د ملي ارزښتونو ساتنه او پالنه هم د ځوانانو د مهمو مسؤلیتونو څخه وبلله او ټېنګار يې وکړ چې یو شمېر خلک هڅه کوي، تر څو له ځوان نسل څخه د دوی د هېواد تاریخي کارنامې پټې کړي.

د لوګر پوهنتون یو تن محصل حکمت ولي ستانکزی وایي، زموږ د پوهنتون ودانۍ تر اوسه د تدریس لپاره نه‎ده چمتو شوې، موږ په بل ځای کې درس وایو چې له ګڼو ستونزو سره مخامخ یو، د دې تر څنګ زموږ پوهنتون د لوړو علمي رتبو والا استادان نه‎لري، د نېټ ستونزه مو پر ځای پاتې ده، په پوهنتون کې اوبه نه‎لرو چې هیله لرو دا ستونزې په خپل وخت حل شي.

یاده دې وي، د لوګر پوهنتون دا مهال د دارالعلوم په یوه ودانۍ کې فعالیت لري، د لوګر پوهنتون لپاره له دې مخکې ۳ تدرېسي ودانۍ، یوه اداري ودانۍ او د یوې لیلیې ودانۍ د بنسټ ډبرې پخوا ایښودل شوې وې چې ځیني ودانۍ جوړې شوي او پر ځینو يې کار روان دی، د لوګر پوهنتون دا مهال د ښوونې روزنې یو پوهنځی لري چې د ۴۳ نجونو په ګډون په‌کې ۳۰۵ محصلان پر تحصیل بوخت دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG