د لاسرسي لېنکونه

د ایران مذهبي مشر پر سعودي عربستان د حج مراسمو د تنظیم په برخه کې سخت انتقاد کړی دی.

ایت‌الله علي خامنه‌يي د دوشنبې په ورځ په یو پیغام کې وویل، د نړۍ اسلامي هېوادونه باید د حج د مراسمو تنظیم چارې د سعودي عربستان له واک وباسي.

خامنه‌يي زیاته کړه، د هغه څه په خاطر چې دا یې د خدای د مېلمنو په وړاندې د سعودي ظالمانه چلن بولي، اسلامي نړۍ باید د سعودي عربستان په دوو سپېڅلو سیمو کې د حج د مراسمو تنظیم له سره وڅېړي.

د ایران مذهبي مشر همدارنګه پر سعودي عربستان انتقاد وکړ چې د تېر کال په حج کې یې ۴۶۰ قربانیانو ته سمه رسیدګي نه‎ده کړې.

د دې زیارت کوونکو ډېری ایرانيان وو چې تر پښو لاندې شول او ساه‌یې ورکړه.

ویل کېږي چې سعودي عربستان د دې پېښې په اړه د خپلو څېړنو ډېر کم جزئیات خپاره کړي.

خو تل‌یې پر دې ټکي ټینګار کړی چې د خلکو یوې ډلې د ګڼې ګوڼې پر مهال له نافذو قوانینو سرغړاوی کړی.

XS
SM
MD
LG