د لاسرسي لېنکونه

د داعش وسله‎والې ډلې په سوریه کې د څو بریدونو چې لږ تر لږه ۴۸ کسان په‎کې ووژل شول مسؤلیت منلی دی.

داعش سره تړلي خبري اژانس اعماق وايي، د دوشنبې په ورځ په دمشق، تارتوس، حمص او الحسکه کې بریدونه د دوی وسله‎والو ترسره کړي دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په دې بریدونو کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د تارتوس په ساحلي سیمه کې په یو پُل کې دوه چاودنې وشوې.

د سوریې دولتي ټلوېزیون وايي، لومړی پر دې پُل موټري بمي چاودنه وشوه، وروسته دویم برید کوونکي په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد د هغو خلکو په ګڼه ګوڼه کې وچول چې د لومړنۍ چاودنې له قربانیانو سره د مرستې لپاره راټول شوي وو.

همدارنګه په حُمص ښار کې هم په یو موټر کې د ځای پر ځای شوي بم چاودنې درې کسان وژلي دي.

په پرونیو چاودنو کې همدارنګه په شمال ختیځ ښار الحسکه کې اته تنه او په دمشق کې یو تن وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG