د لاسرسي لېنکونه

د اتریش پولیسو هغه پنځه افغان پناه غوښتونکي پېژندلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د ښځو په ازار او اذیت تورن دي.

د اتریش پولیسو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دې تورنو افغانانو څلور تنه‌یې ۱۵ کلن او ۱۶کلن دي او پنځم تورن ۲۱ کاله عمر لري.

پولیسو د دې کسانو نومونه نه‌دي په ډاګه کړي.

ډیلي ټلېګراف ورځپاڼه د اتریش پولیسو د خبرپاڼې په حواله وايي، شپږو ښځو پولیسو ته شکایت کړی چې د "ویلس" ښار په یو فسټیوال کې له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.

ویل کېږي چې دا مهال پولیس په دوو نورو تورنو پسې هم ګرځي چې هغوی هم د ښځو په ځورولو تورن دي.

XS
SM
MD
LG