د لاسرسي لېنکونه

د ایران رسنۍ وایي، پولیسو په ټول هېواد کې د جامو څه باندې اته سوه دوکانونه او مغازې د هغو جامو د پلورلو په خاطر تړلي چې هغه غیر مناسبې او د دود خلافې بلل شوې دي.

ګومان کېږي دا هغه د لوېدیځ سټایل د ښځو جامې دي چې له اسلامي حجاب سره سر نه‎خوري.

د راپورونو له مخې دغه عملیات په ۱۰ ورځو کې وروسته له هغې ترسره شوي چې له مخکې د کالیو له څه باندې ۳۶۰۰ دوکانونو ته رسمي خبرداری ورکړل شوی و.

د ایران پولیسو او دولتي ټلوېزیون په وروستیو اوونیو کې د دوهم لاسي جامو چې هغه غیر صحي بلل شوي او هم د هغو جامو چې انګرېزي لیکنې پرې کښل شوې وې، پر ضد یو کمپاین مخ ته وړی دی.

په ۱۹۷۹ کال په ایران کې د اسلامي انقلاب راهیسې په دې هېواد کې ښځې اړې دي چې له سر تر پښو پټې جامې واغوندي.

XS
SM
MD
LG