د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د "پاملرنې" په نوم د یوې نړیوالې خیریه مؤسسې پر مېلمستون وسلهواله حمله نن شاوخوا یوولس بجې د بریدکوونکو په وژلو سره پای ته ورسېده.
تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د یادې مؤسسې په دروازه کې لومړی زوروره موټر بم چاودنه وشوه چې وروسته وسلهواله نښته پيل شوه.
د کورنیو چارو وزارت وزارت وايي چې په دغې حمله کې ۳ واړه برید کوونکي وژل شوي او شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډيو ته وویل، د دوی د معلوماتو پر اساس ممکن په دې پېښه کې یو تن ملکي وګړی هم وژل شوی وي، خو په وینا یې چې د یادې خیریه مؤسسې ټول کارکوونکي ژوندي او سلامت ژغورل شوي دي.
هغه زیاته کړه:
"درې حمله کوونکي چې په دې تعمیر کې ځای پر ځای شوي وو د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې وژل شوي دي، کوم معلومات چې موږ ته رارسېدلي دي شپږ ملکیان هم ټپیان شوي دي او د دې احتمال هم شته چې یو تن وژل شوی وي."
له بلېخوا د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنایي څېړنو مشر فریدون عبیدي د پېښې په سېمه کې خبریالانو ته یوازې د شپږو ملکي وګړو ټپي کېدل تائید کړل.
خو د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډيو ته ویلي چې د تېرې شپې په دې چاودنه کې ۱۵ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له ماسپښین وروسته په کابل کې د دفاع وزارت یوې دروازې مخې ته هم دوه انتحاري حملې وشوې چې د عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې ۲۴ کسان پهکې وژل شوي او ۹۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د وروستیو حملو مسؤلیت چا پر ځان نهدی منلی، خو د دفاع وزارت مخې ته د انتحاري حملو مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی.
پخواني معلومات:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل ښار په شهر نو سیمه کې د تېرې شپې جګړه پای ته ورسېده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې په شهر نو سیمه کې د تېرې شپې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۶ نور تپیان شوي دي.
نوموړي وویل چې له دغې حملې او وسلهوالې نښتې څخه د مېلمستون ټول کار کوونکي ژوندي او سلامت ژغورل شوي دي.
دغه حمله د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د کابل بانک شاته پر یوه بهرني مېلمستون شوې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې په دغه مېلمستون برید کې درې انتحاري حمله کوونکي هم لهمنځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له ماسپښین وروسته په کابل کې د دفاع وزارت مخې ته هم دوه انتحاري حملې وشوې چې د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې ۲۴ کسان پهکې وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.
د وروستیو حملو مسؤلیت چا پر ځان نهدی منلی خو د دفاع وزارت مخې ته د انتحاري حملو مسؤلیت وسلهوالو طالبانو پر ځان منلی دی.
پخواني:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په شهرنو سیمه کې د تېرې شپې چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۶ نور تپیان شوي دي.
دغه حمله د شپې شاوخوا ۱۱ بجې د کابل بانک شاته پر یو بهرني مېلمستون شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د یادو څرګندونو تر څنګ ازادي راډیو ته ویلي چې له دغې حملې او وسلهوالې نښتې څخه د مېلمستون ۳۱ تنه مېلمانه ژوندي او سلامت ژغورل شوي دي.
د دغې چاودنې په تعقیب نن سهار هم د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی چې د چارواکو په وینا دا هم په یاده سیمه کې وه.
په کورنیو چارو وزارت کې یو امنیتي مقام چې ویې نهغوښتل نومیې واخېستل شي ازادي راډیو ته وویل، دغه وسلهواله نښته لا تر اوسه هم نهده محاره شوې.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له ماسپښین وروسته په کابل کې د دفاع وزارت مخې ته هم دوه انتحاري حملې وشوې چې د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې ۲۴ کسان پهکې وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.
د وروستیو حملو مسؤلیت چا پر ځان نهدی منلی خو د دفاع وزارت مخې ته د انتحاري حملو مسؤلیت وسلهوالو طالبانو پر ځان منلی دی.