د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

سولې ته د رسېدو په هدف کابل کې د "پګواش" غونډه جوړه شوه


سولې ته د رسېدو په هدف په کابل کې د پګواش مؤسسې له‌خوا ناسته وشوه.

د دغې ناستې یو شمېر ګډونوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دغې ناستې تمرکز سولې ته د رسېدو، د ډزبندۍ او د ښاریانو د حقونو د خوندیتوب په برخو کې وو.

د "پګواش" غیر رسمي مؤسسې ناسته چې په کابل کې جوړه شوې وه ګډونوال‌یې وايي چې دا ډول ناستې کولای شي د هغو مسایلو په تشخیص کې چې د شخړې لامل شوي مؤثرې تمامې شي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې مشر او د پګواش ناستې یوه ګډونوال انوارالحق احدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې غیر رسمي خبرې کولای شي حکومت او طالبان د سولې پروسې ته نېږدي کړي.

احدي: غیرې رسمې خبرې کولای شي حکومت او طالبان د سولې پروسې ته نږدي کړي.
احدي: غیرې رسمې خبرې کولای شي حکومت او طالبان د سولې پروسې ته نږدي کړي.

هغه زیاته کړه:

"که لږ هم دریځونه نېږدې شي او حکومت او طالبان مستقیمې خبرې وکړي مخکې له مخکې به مو کورنۍ دنده ترسره کړې وي، دا ډول ناستې کولای شي چې د سولې لار لنډه او په دې برخه کې مؤثرې تمامې شي."

ښاغلي احدي وویل چې د پګواش په ناسته کې تر ډېره بحثونه سولې ته د رسېدو، د ډزبندۍ او د ښاریانو د حقونو پر خوندیتوب متمرکز وو.

د ځینو ګډونوالو د معلوماتو له مخې د افغانستان ملي شورا، سیاسي څېرو او پخواني طالب چارواکو په شمول یو سلو پنځو تنو د پګواش په یوه ورځنۍ ناسته کې ګډون کړی وو.

پګواش یوه غیر دولتي کاناډايي مؤسسه ده چې د سولې د ټینګښت په برخه کې په ځینو هېوادونو کې فعالیت کوي.

اووه میاشتې وړاندې دغې مؤسسې د ځینو افغان چارواکو او طالب استازو تر منځ په قطر کې د غیر رسمي ناستې چارې برابرې کړې وې.

خو په هماغه وخت کې، وسله‌والو طالبانو په قطر کې د دوی د دفتر په رسمیت پېژندل، د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د دوی د مشرانو د نومونو لیرې کول، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او له حکومت سره ځینې داسې نور د نورو خبرو لپاره د وړاندې دمخه غوښتنو او شرطونو په توګه مطرح کړل.

هغه مهال د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا تر منځ پنځه څلور اړخیزې غونډې له طالبانو سره د سولې په تړاو په کابل او اسلام‌اباد کې جوړې شوې، خو دغو ناستو چې لومړۍ هغه‌یې اته میاشتې مخکې جوړه شوې وه د پام وړ نتیجه ورنه‌کړه.

په دې برخه کې د سیاسي چارو ځینې شننونکي وایي چې پکار ده چې د دا ډول ناستو د جوړولو پر ځای د سولې د راتلو په خاطر، نړیواله ټولنه په هغو هېوادونو فشار راوړي چې د وسله‌والو طالبانو ملاتړ کوي.

فیض‌الله جلال یو له دغو شنونکو څخه وايي:

"تر هغې چې له هغو هېوادونو سره چې د وسله‌والو ملاتړ کوي، يو تفاهم ونه‌شي، د سولې راتلل امکان نه‌لري، په ځانګړي توګه چې طالبان د سولې اراده نه‌لري نو نړیواله ټولنه دې په هغو هېوادونو فشار راوړي چې د وسله‌والو ملاتړ کوي تر څو هغوی پر طالبانو فشار راوړي او د خبرو مېز ته‌یې حاضر کړي."

د افغانستان حکومت له کلونو راهیسې د سولې د راتلو هڅې کوي، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په پاکستان فشار راوړي، تر څو د سولې په راوستلو کې له دې هېواد سره مرسته وکړي.

له بله پلوه د حقوقي او سیاسي چارو شننونکی عبدالناصر شفیق وایي چې پر پاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه د افغانستان په ګټه دي.

راپور: سحرګل امیرزی

XS
SM
MD
LG