د لاسرسي لېنکونه

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت وايي، شمالي کوریا د جاپان د سمندر لور ته درې بالسټیک توغندي ويشتلي دي.

دغه تجربه په داسي حال کې شوې چې په چين کې د جي شل سر مشريزه پای ته رسېږي.

په دغه سرمشريزه کې د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو ګډون کړی چې غواړي د اټمي پروګرام پر سر د نړۍ د هېوادونو له خوا شمالي کوريا منزوي کړي.

د توغنديو دغه ازمایل د هغو تجربو لړۍ ده چې سږ کال شمالي کوريا د ملګرو ملتونو امنيت شورا له قوانينو په سرغړونه سره کړي دي.

د جنوبي کوریا د راپورونو له مخې، د توغنديو دغه تجربه وروسته له هغه شوې چې د چين ولسمشر شي جين پينګ د جنوبي کوریا له ولسمشر پارک ګوين های سره ولیدل، چين د شمالي کوریا لوی ډیپلوماټيک ملګری هېواد دی.

شي، پارک ته د الوتکو ضد امريکايي وسلو د سيستم پر خلاف خبرداری ورکړ چې په جنوبي کوريا کې ځای پر ځای دی.

د سيول حکومت وايي چې د دې سيستم هدف د شمالي کوريا د توغندیو د حملو مخنیوی دی.

په کوريايي ټاپووزمه کې حالات له هغه وروسته ترينګلي شول چې شمالي کوریا سږ کال د يوې اټمي تجربې په شمول د توغندیو يو شمېر ازمایښتونه وکړل.

XS
SM
MD
LG