د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د مرکزي احصائیې ادارې چارواکو د خوست له قومي مخورو، دیني عالمانو او عامو وګړو غوښتنه وکړه چې په یاد ولایت کې د پیلېدونکي اقتصادي-ټولنیز او د وګړو سروې په برخه کې هر اړخېزه همکاري وکړي.

دوی د دوشنبې په ورځ د یادې اساسي سروې د پیل مراسمو کې وویل چې په خوست او نورو ولایتونو کې اقتصادي، ټولنیزه او د وګړو د اساسي سروې ترسره کېدل کولای شي، په دې سیمو کې د دقیقو پلانونو او پالېسیو طرحه کې ګټور تمام شي.

د افغانستان د مرکزي احصائيې لوی ریاست معین حسیب‌الله مؤحد په خپلو خبرو کې دقیقه سروې د یوې ټولنې د خلکو په اقتصادي او ټولنیز ژوندانه کې د مثبتو بدلونونو پیلامه وبلله.

حسیب‌الله مؤحد زیاته کړه:

"زموږ د دې ولایت له ټولو علماوو او وګړو څخه غوښتنه دا ده چې له هغو کسانو سره چې سروې کوي او ارقام راټولوي همکاري وکړئ، تر څو له دې لارې تاسو ته ښه پلانونه جوړ شي او په ژوندانه کې د اقتصادي او ټولنیزو تغییراتو لامل وګرځي."

په خوست کې د احصائيې د ادارې مشر عبدالمجید منیب ازادي راډیو ته وویل، تر دې وروسته به د سروې ډلې کلیو او د خلکو د کورونو دروازو ته ورځي، خو ده له خوستوالو وغوښتل چې د سروې دې ډلو ته دقیق او کره معلومات ورکړي.

عبدالمجید منیب وړاندې وویل:

"خوست کې نن د اقتصادي، اجتماعي او وګړو سروې د افتتاح ورځ وه، له دې نه وروسته به مؤظفین کلیو او کورونو ته ځي او له هغه وروسته به د هر کور مشر نه په دې برخو کې معلومات اخیستل کېږي، هیله مې دا ده چې خلک به ورته دقیق معلومات ورکړي، تر څو په راتلونکي کې زموږ د خوست لپاره ښه اعداد او ارقام موجود وي او ښه پلانونه او پالېسۍ ورته جوړې شي."

په خوست کې د مجاهدینو د سرتاسري شورا رئيس مولوي سردار ځدراڼ له علماوو او خلکو غواړي چې د دیني ارشاداتو په رڼا کې خلک د دې سروې په ګټو باندې پوه کړي او دوی سره مرستې ته دې وهڅوي.

مدني فعال نصیر احمد روښان په دې نظر دی چې د یاد ولایت مدني بنسټونه او ټولنیز سازمانونه کولای شي، د سروې د بهیر له بریالیتوب سره د عامه پوهاوي، منظم نظارت او د خلکو په هڅونه کې همکاري وکړي.

د خوست ولایتي شورا غړی امیرالله زړه سواند په خوست کې د پیلېدونکې اقتصادي-ټولنیزې او ډمو ګرافیکې سروې په اړه وايي چې دا پروسه باید دقیقه، حقیقي، واقعي او په شفافه بڼه وشي، تر څو په راتلونکي کې د خلکو ستونزې له دې اړخه حل و فصل شي.

مدني فعاله نعت بي بي عمري د یادې سروې د افرادو د ګمارنې په پروسې نیوکه وکړه او ويې‌ویل چې په دې پروسه کې يې ښځو ته هېڅ ونډه نه‌ده ورکړې.

نعت بي بي د احصائیې له مرکزي دفتر او ولایتي ادارې په کلکه وغوښتل چې ښځې دې په دې ستره پروسه کې د استخدام له حقه نه‌محروموي.

نوموړې زیاته کړه:

"زموږ د ښځو حقوق همېشه تر پښو لاندې کېږي، زموږ د ښځو نفوس باید په نظر کې ونیول شي، اساسي نفوس شمېرنه وشي، د دې سروې په مأموریت کې شاملې شي، ګنې په اینده کې به هم زموږ د ښځو لاس د دوی په ګرېوان کې وي او د دوی نه به حتماً خپل حق او حقوق غواړي."

که څه هم په خوست کې د سروې په پروسه کې د ښځو د نه استخدام د لاملونو په باب د احصائيې دفتر مسؤلینو په څرګنده څه ونه‌ویل، خو د غونډې د ویناوالو ټېنګار دا و چې دا پروسه باید د هغو کسانو له‌خوا پر مخ یووړل شي چې هغوی هرې سیمې، هر کلي او د هر کور دروازې ته په ورتګ کې ستونزې ونه‌لري.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG