د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

چارواکي: لا هم ننګرهار کې ۲۲ ښوونځي تړلي دي


د ننګرهار معارف ریاست چارواکي وايي، د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ، اچین او پچیراګام ولسواليو کې لا هم یو شمېر ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ تړلي دي.

د معارف ریاست مرستیال استاد اول ګل ابوزاهد د تودو سیمو تعليمي کال په پرانيست غونډه کې وويل، د ننګرهار په لیرو پرتو سیمو کې شاوخوا ۶۰ ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ تړلي و چې د قومي مشرانو او ولایتي ادارې په همکارۍ د تړل شویو ښوونځيو شمېر ۲۲ بابه ته راښکته شو.

ښاغلي ابوزاهد زیاته کړه:

"په دغو بندو مکاتبو کې چون سرحدي مکاتب دي د هغوی ۸۰۰۰ شاګردان په زده‌کړو بوخت دي ۱۲ شاوخوا يې نجونې دي له دې ۲۲ مکاتبو له ډلې اته بابه‌يې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې دي، اته بابه‌يې په کوټ ولسوالۍ کې دي، څلور بابه‌يې په اچین او څلور نور بیا په پچيراګام ولسوالیو کې دي."

نوموړي وويل، سږ کال به دوی هڅه وکړي چې پاتې تړل شوي ښوونځي هم د زده‌کوونکو پر مخ خلاص کړي.

په دې غونډه کې د ښځو چارو رئيسې انيسې عمراني وويل، په هېواد کې د موجوده ناخوالو ستر لامل د سواد زده‎کړو د کچې ټيټوالی دی.

ابوزاهد: سږ کال به هڅه وکړو چې پاتې تړل شوي ښوونځي هم د زده کوونکو پرمخ خلاص کړو.
ابوزاهد: سږ کال به هڅه وکړو چې پاتې تړل شوي ښوونځي هم د زده کوونکو پرمخ خلاص کړو.

نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې خپل اولادونه دې په ښوونځیو کې داخل کړي او د زده‎کړو په برخه کې هغه حق چې زامنو ته ورکول کېږي نجونو ته دې هم ورکړل شي.

اغلې عمراني زیاته کړه:

"په ټولو پلرونو او میندو مې دا غږ دی چې څنګه د زامنو تعلیم ته توجه کوي په هماغه اندازه دې د خپلو لورګانو تعلیم ته هم توجه وکړي او هغو کورونو کې چې د بې‌سوادۍ یا د سواد د زده‎کړې کموالی دی هغوی دې خپل اولادونه مکتبونو ته ولېږي او لويانو ته دې د سواد زده‎کړې زمینه برابره کړي."

د معارف ریاست د معلوماتو له مخې په پام کې لري چې سږ کال درې لکه پنځوس زره نوي شاګردان په ښوونځيو کې شامل کړي چې له دې سره به په ټول ننګرهار کې د زده‌کوونکو شمېر تر نهو لکو ورسېږي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG