د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ټول هېواد کې ۱۶ ولسوالۍ له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي خو د څلورو ولایتونو سیمه‌ییز چارواکي بیا وايي چې یوازې په دغو ولایتونو کې ۱۹ ولسوالۍ له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ او ځینو یې سقوط هم کړی دی.

که څه هم د افغانستان دفاع وزارت او اجرائیه رئیس وايي چې افغان ځواکونو د وسله‎والو پراخ تهاجمي بریدونه دفع کړي خو د څو ولایتونو سیمه‌ییز چارواکي په خپلو سیمو کې د طالبانو د فعاله حضور خبره کوي.

دفاع وزارت وايي چې د ۳۶۰ ولسوالیو څخه یوازې پر ۹ ولسوالیو دوی کنټرول نه‌لري او هغه ولسوالۍ چې له لوړ امنیتي تهدید سره مخ دي شمېر يې ۱۶ ته رسېږي.

رادمنش: د ۳۶۰ ولسوالیو څخه یوازې پر ۹ ولسوالیو کنټرول نه‌ لرو

رادمنش: د ۳۶۰ ولسوالیو څخه یوازې پر ۹ ولسوالیو کنټرول نه‌ لرو

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي:

"۱۶ ولسوالۍ تر تهدید لاندې دي خو موږ هلته وکړای شول چې د دښمن د کړو مخه ونیسو او ځالې یې له‎منځه یوسو."

خو په ورته وخت کې د کندز، بغلان، ننګرهار او پکتیا ولایتونو د ولایتي شورا یو شمېر غړو او ځینو سیمه‌ییزو چارواکو بیا ازادي راډیو ته ویلي چې په دغو ولایتونو کې امنیتي ګواښونه تر هغې زیات دي چې دفاع وزارت‌یې وايي.

د کندز ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي وايي چې د کندز له نهو ولسوالیو څخه درې ولسوالۍ عملاً د طالبانو په ولکه کې دي او دوه نورې هم له جدي ګواښ سره مخ دي.

امرالدین ولي وايي چې د کندز له نهو ولسوالیو څخه درې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي

امرالدین ولي وايي چې د کندز له نهو ولسوالیو څخه درې ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي

که څه هم د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي چې حکومت په ټول توان له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي خو پخوانی لوی درستیز شېر محمد کریمي بیا د امنیتي ځواکونو په رهبرۍ او د اکمالاتو په برخه کې له ځینو ستونزو یادونه کوي.

ښاغلي کریمي نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا پوښتنه وکړه چې ولې په تېرو درېیو میاشتو کې وسله‎والو یو شمېر ولسوالیو ته جدي امنیتي ګواښونه متوجې کړي؟

ښاغلي کریمي یې په ځواب کې وویل:

"زما له نظره درې اساسي ټکي دي، اول د امنیتي ځواکونو رهبري ډېره مهمه ده، زه په ډېری ځایونو کې د رهبرۍ کمزورتیا وینم، دوهم له بده‎مرغه همغږي نه‌شته د همغږۍ نه‌موجودیت د دې لامل کېږي چې چارې ټکنۍ شي او درېیم ټکی په موقع سره اکمالات نه‌کېږي."

ښاغلی کریمي وايي، د امنیتي ځواکونو رهبري ډېره مهمه ده

ښاغلی کریمي وايي، د امنیتي ځواکونو رهبري ډېره مهمه ده

د کورنیو چارو وزارت که څه هم تر یو بریده ستونزې مني خو وايي، د همغږۍ او اکمالاتو ستونزه‌یې تر ډېره حل کړې نو ځکه عملیات بریالي دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان د وسله‎والو له تحرکاتو هېڅ‌څوک انکار نه‎شي کولای خو په ټوله کې وضعیت د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG