د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت وایي چې د پکتیا جاني‌خېلو ولسوالۍ د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه وتوانېدل چې دغلته د وسله‌والو ځالې له‌منځه یوسي.

نوموړي وویل چې دا مهال د جاني‌خېلو په ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات روان دي.

د پکتیا جاني‌خېلو ولسوالۍ له تېرو لسو ورځو راهیسې د وسله‌والو مخالفانو په لاس کې وه.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG