د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د یو شمېر تصفیوي عملیاتو پر مهال ۴۷ وسله‌وال وژل شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندهار، ارزګان او یو شمېر نورو ولایتونو کې ترسره شوي دي.

دفاع وزارت وایي، د دغو عملیاتو پر مهال د ملي اردو شپږ سرتېري هم وژل شوي دي.

افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې عملیات ترسره کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG