د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

ایا مور د ماشوم جنسیت ټاکلو کې رول لري؟


د څو میاشتو په جریان کې داسې اوونۍ نشته چې له ښځو سره د زور زیاتې پېښې پکې نه وي ترسره شوي.

په مختلفو نومونو د مېرمنو وژل، جنسي تېری، کورنی تاوتریخوالی، د لور د زېږولو په خاطر د مېندو ځورول او حتی په دې نږدې وختونو کې یوه مور په دې خاطر د خپلې کورنۍ لخوا ووژل شوه چې ولې یې لور زېږولې ده.

خو پوښتنه دا ده چې، ایا مور د ماشوم د جنسیت په ټاکلو کې کوم رول لري؟

دا موضوع له طبي او اسلامي اړخه څنګه ده؟

او که په یوې مور د کورنۍ لخوا د لور د زېږولو په خاطر فشار راوړل کېږي دا ډول چلند د مور او ماشوم په روغتیا کې څومره ناوړه اغېزه کولی شي؟

د دې اوونۍ د نیمې نړۍ خپرونه مو د ښځو پر وړاندې د همدې تاوتریخوالي د زیاتېدو په خاطر بحث ته ځانګړې کړې ده، په دې بحث کې د نسایي ولادي ناروغیو متخصصه نجم السما شفاجو او د افغانستان د علوم اکاډمۍ د فقهې څانګې علمي غړی استاد نورالله کوثر راسره مېلمانه دي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:56 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG