د لاسرسي لېنکونه

د پکتیا امنیتي مسؤلین وایي چې د دغه ولایت د جاني‌خېلو ولسوالۍ د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې راغلې ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته دا ولسوالي نن سهار افغان ځواکونو ونیوله.

له بلې‌خوا د سیمې خلک هم تائیدوې چې افغان ځواکونه سیمې ته راغلي او جګړه ختمه شوې ده.

د پکتیا جاني‌خېل ولسوالۍ له تېرو لسو ورځو راهیسې د وسله‌والو مخالفانو لاس کې وه.

یاده ولسوالي څو ورځې وړاندې تر سختو جګړو وروسته د وسله‌والو طالبانو لاسته ورغله چې وروسته‌یې د بېرته نیولو لپاره افغان ځواکونو پراخ عملیات پيل کړل.

وسله‌والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG