د لاسرسي لېنکونه

د امریکا متحده ایالتونو او روسیې لوړپوړي ډیپلوماټان په سوریه کې د یوه اوربند په اړه موافقې ته په رسېدو کې پاتې راغلل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي پرون وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر منځ خبرې چې د چین په هانګژو کې د اقتصادي غونډې تر څنګ‌یې وکړې، له کومې موافقې پرته پای ته ورسېدې.

کري او لاوروف له څو اوونیو راهیسې په دې اړه چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې او نورو سخت دریځو په وړاندې جګړه کې د امریکا او روسیې تر منځ پوځي همکاري په څه ډول غښتلې کېدای شي یوې موافقې ته د رسېدو لپاره خبرې مخ ته وړي دي.

XS
SM
MD
LG