د لاسرسي لېنکونه

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د بریتانیا صدراعظمې ترېزا مې نن د لومړي ځل لپاره سره خبرې وکړې.

مسکو غواړي چې له لندن سره بېرته اړیکې ښې کړي.

د کرېملېن ویاند ډېمېټري پېسکوف د چین په هانګژو ښار کې د نړۍ د شلو اقتصاد لرونکو ډلې د سرمشریزې په حاشیه کې خبریالانو ته وویل چې دغه غونډه ښه او مؤثره وه.

هغه زیاته کړه چې پوتین مې ته په ښکاره دا پیغام ورکړ چې موږ په بشپړه توګه د اړیکو د بېرته ټینګولو او د تر ټولو حساسو برخو په ګډون په ټولو برخو کې ډیالوک ته چمتو یو.

له روسیې سره د بریتانیا اړیکې په دې وروستیو کې د ځینو پېښو له امله په تېره بیا د کرېملېن د منتقد الکساندر لیتوېنېنکو د قتل څېړنې پر سر خړ پړ شوې دي.

XS
SM
MD
LG