مدني فعالان وايي، د دې په خاطر چې بهر ته د ځوانانو قاچاقي تګ مخه ونیول شي افغان حکومت باید ځوانانو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو تر څنګ په هېواد کې دننه د کار کولو زمینه هم برابره کړي.
دغه څرګندونې یو شمېر مدني فعالانو د یکشنبې په ورځ د جلالاباد ښاروالۍ په تالار کې د "افغانستان تاته اړتيا لري" تر نامه لاندې یوې غونډه کې وکړې.
ځوان څېړونکی ولي محمد کنډویوال چې په سویس کې د ناقانونه کډوالو په اړه څېړنې کړي وايي، که افغان ځوانان په بهر کې د غيرې قانوني کډوالو له ستونزو او تکلیفونو خبر شي نو هېڅ ځوان به بهر ته د تګ لپاره زړه ښه نهکړي.
ښاغلي کنډویوال زیاته کړه:
"تر ډېره حده پورې هغه معلومات یا د هغه ژوند په اړه معلومات چې په نوره دنيا کې افغانان لري هغه له خلکو سره شریک شوي نهدي، یوه لویه وجه زه همدا ګڼم چې خلکو ته دا لارې او هلته ژوند یو خيالي ژوند ښکاري ځکه دوی هلته زړه ښه کوي او ځي."
مدني فعال راحت ګل زیارمل د غونډې ګډونوالو ته د ځوانانو د بهر ته تګ پر لاملونو رڼا واچوله.
نوموړي وويل، ډېری ځوانان د اوزګارتیا له امله بهرته په قاچاقي لارو تللي.
دی وايي، هغه پیسې چې ځوانانيې بهر ته تګ لپاره پيدا کوي که په وړو کاروبارونو ولګوي د دوی تر څنګ نور ځوانان به هم کاري بوختيا پيدا کړي.
ښاغلی زیارمل زیاتوي:
"هماغه پيسې چې دوی راواخلي دلته پرې وړوکی کاروبار پيل کړي یا دکان واچوي هغه پیسې چې افغانانيې په بهر کې پيدا کوي هغه پیسې دوی دلته پيدا کولای شي او د لارې تکلیفونه او مشکلات به ورته بچت پاتې شي."
د دې کمپاین یو تن پر مخ وړونکي قیس علمدار وويل، دوی دغه بهير له تېر یوه کال راهیسې د هېواد په مهمو زونونو کې پيل کړی و چې د کمپاین وروستۍ غونډهيې په ننګرهار کې ترسره کړه.
دی وايي، له دې کمپاینهيې هدف بهر ته د تلونکو ځوانانو پر ستونزو خبرې او ځوانانو ته د دې پيغام چې "افغانستان تاسې ته اړتيا لري" رسول دي.
ښاغلی علمدار زیاتوي:
"دا تېر پنځلس کاله د پرمختګ او ابادۍ کلونه و د دې لپاره چې دې پرمختګ او ابادۍ ته دوام ورکړل شي نو پکار ده چې ځوانان باید په هېواد کې پاتې شي او د هېواد پرمختګ ته دوام ورکړي."
د کمپاین په دې غونډه کې د ننګرهار یو شمېر ولایتي مسؤلینو او مدني فعالانو سربېره د ځينو ولسوالیو څخه هم په لسګونو ځوانان ورغلي وو.
د کمپاین په وروستۍ برخه کې مسؤلو کسانو د ځوانانو پوښتنې ځواب کړې او د غونډې ګډونوالو ته دنده وسپارل شوه ترڅو دغه پيغام نورو ځوانانو ته هم ورسوي.
راپور: شاه محمود شینواری