د لاسرسي لېنکونه

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل محافظه‌کار ګوند د جرمني د یوه ایالت په انتخاباتو کې د مهاجرت د مخالف ګوند په وړاندې ماتې وخوړه.

د مېرکل مسیحي ډیموکرات ګوند له سوسیال ډیموکراټ ګوند او د جرمني د بدیل په نوم د کډوالو له مخالف ګوند وروسته درېیم ځای خپل کړ.

په میکلینبورګ - وورپومیرن «Mecklenburg-Vorpommern» ایالت کې د کډوالو مخالف «AfD» ګوند کاندید لایف ایریک هولم «Leif-Erik Holm» وویل چې ښايي دا د جرمني صدراعظمې په توګه د انګېلا مېرکل د دورې پای وي.

په پرونیو انتخاباتو کې سوسیال ډیموکراټ ګوند په سلو کې ۳۰.۵ او د مېرکل ګوند په سلو کې ۱۹ رأیې ګټلې دي.

جرمني رسنیو ویلي چې د دې ایالت د انتخاباتو په تاریخ کې دا ځل د مېرمن مېرکل ګوند په تر ټولو کمزوري حالت کې دی.

XS
SM
MD
LG