د لاسرسي لېنکونه

د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وايي، د هاشم خان پُل پر امنیتي بېز د وسله‎والو طالبانو حمله‌یې شنډه کړې او وسله‎والو مخالفینو ته‌یې درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د بغلان امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل چې برید پرون مازیګر مهال پیل شو او برید کوونکي له څلور ساعته جګړې وروسته وتښتېدل.

ښاغلي بشارت زیاته کړه، د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې شپږ تنه وسله‎وال طالبان مړه او ټپیان شول چې د ده په وینا د دې ډلې قوماندانان هم په‎کې وو.

ښاغلي بشارت زیاته کړه:

"د هاشم خان پله ته نېږدې د جمعې کنډک په نوم بېز لرو. د مازیګر په پنځو بجو د دولت مخالفینو برید وکړ. برید یې د خدای په فضل دفع شو. دوه تنه‌یې ووژل شول چې دواړه قوماندانان وو او څلور تنه‌یې ټپیان دي."

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند د افغان ځواکونو تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل. وسله‎والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د هاشم خان امنیتي بېز د بغلان مرکز پلخمري د شمال په پنځلس کېلومتره واټن کې د ډنډ شهاب‌الدین او مرکزي بغلان د ناامنه سیمو تر منځ پرته سیمه ده.

XS
SM
MD
LG