د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د اقتصاد وزیر وايي، د هېواد د پایدار پرمختګ هدفونو لپاره‌یې ځانګړي تدابیر نیولي او تمه ده چې د بروکسل له کنفرانس وروسته به‌یې عملي کړي.

عبدالستار مراد پرون په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د پایدار پرمختګ پروګرام له لارې به تر ۲۰۳۰ میلادي کاله په ټولو برخو کې پرمختیايي چارې همغږې او د نړیوالې ټولنې مرستې به ورته جلب شي.

ښاغلي مراد زیاته کړه چې د دې پروګرام هدفونو لپاره له مخکې د ټولو وزارتونو په کچه کمېټې جوړې شوې دي.

ښاغلي مراد زیاته کړه:

"افغانستان لا له مخکې د پایدار پرمختګ پروګرام هدفونو لپاره تنظیمیه کمېټې جوړې کړې دي د بروکسل له کنفرانس وروسته به موږ د پایدار پرمختګ پروګرام په ملي کچه عملي کړو."

ښاغلي مراد زیاته کړه چې مؤظفې کمېټې به له ټولو وزارتونو خپل پلانونه او وړاندیزونه دې وزارت ته وسپاري او بیا به د مالیې له وزارت، جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست سره په دې اړه بحث وشي چې دې پروګرام ته څنګه د انکشاف په ملي ستراتېژۍ کې ځای ورکړل شي.

ملګرو ملتونو د پایدار پرمختګ پروګرام په ګڼ شمېر هېوادونو کې تر لاس لاندې نیولی او د دې سازمان پرمختیايي اداره «UNDP» د دې پروګرام لپاره مرستې هم جلبوي.

XS
SM
MD
LG