د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې صدراعظم بن‎ علي ییلدرم پرون په ډاګه کړه چې هېواد به‌یې د سوریې په شمال کې د یوه تصنعي حکومت جوړېدو ته اجازه ورنه‎کړي.

د ییلدرم اشاره د سوریې په شمال کې د امریکا تر ملاتړ لاندې کرد وسله‎والو ډلو پوځي پرمختګونو ته وه چې انقره‌یې سمدستي بندېدل غواړي.

ترکيې او متحدانو یې وړمه ورځ د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو نوی پړاو پیل کړ.

ترکي ټانکونه په ‎داسې حال کې د سوریې د شمال سرحدي سیمو ته ننوتل چې د سوریې حکومت وسله‎والو مخالفینو له لوېدیځ لوري له اسلامي دولت ډلې-داعش څخه د کلیو د نیولو هڅه کوله.

د ترکیې پوځ د اګسټ په ۲۴مه د سوریې په خاوره کې د "فرات سپر" په نوم عملیات پیل کړل او د داعش وسله‎وال‌یې له سرحدي ښار جرابلس څخه وايستل خو له دې وروسته‌یې په دې سیمه کې د کرد جنګیالو پر ضد مبارزه پیل کړه ځکه انقره د سوریې په شمال کې د کرد جنګیالیو له پرمختګ څخه اندېښمنه ده.

ییلدرم په کرد مېشتي ښار دیار باقر کې د وینا پر مهال د سوریې په شمال کې پوځي عملیات یوه اړتیا وبلله.

ییلدرم د سوریې په شمال کې پوځي عملیات یوه اړتیا وبلله.

ییلدرم د سوریې په شمال کې پوځي عملیات یوه اړتیا وبلله.

ییلدرم زیاته کړه:

"موږ د سوریې په شمال کې د «فرات سپر» عملیات کوو. موږ هلته ځکه تللي یو چې د خپل هېواد سرحدونه وساتو، د خپلو هېوادوالو ژوند خوندي کړو او د سوریې ارضي تمامیت ډاډمن کړو."

د ترکیې حکومت چې له نېږدې درېیو لسیزو راهیسې د دې هېواد په جنوب ختیځ کې د کرد بېلتون‎پالو پر ضد مبارزه کوي وېره لري چې د سوریې په شمال کې د «YPG» په نوم د کرد وسله‎والې ډلې پرمختګ به په ترکیه کې دننه کرد بېلتون‎پال پیاوړي کړي.

ترکیه «YPG» ترورېستي سازمان او د کردستان د کارګرانو له ګوند یا «پي، کې، کې» سره تړلې ډله بولي.

د سوریې په شمال کې د کرد ډلو له پرمختګ څخه د انقرې اندېښنه پرون د ترکیې او امریکا د ولسمشرانو په کتنه کې هم مطرح شوه.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د چین په هنګژو «Hangzhou» ښار کې د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل د سرمشریزې په څنډه کې له خپل امریکايي سیال بارک اوباما سره په کتنه کې د سوریې په شمال کې پوځي عملیات د ترکیې لپاره مهم وبلل.

رجب طیب اروغان د سوریې په شمال کې پوځي عملیات د ترکیې لپاره مهم وبلل.

رجب طیب اروغان د سوریې په شمال کې پوځي عملیات د ترکیې لپاره مهم وبلل.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه:

"موږ د خپل هېواد په جنوب کې د ترور د دهلیز جوړېدل نه‌غواړو. ترکیه د ائتلافي ځواکونو په همکارۍ د داسې یو دهلیز د رامنځته کولو پر ضد مبارزه کوي. باور لرم چې موږ به په دې مبارزه کې بریالي شو."

د سوریې په شمال کې د «YPG» پر ضد عملیات د انقرې او واشنګټن په اړیکو کې کړکېچ رامنځته کړی دی.

د امریکا متحده ایالات او د ناټو غړې ترکیه «YPG» ترورېستي ډله بولي خو امریکا یې په سوریه کې د داعش ډلې پر ضد مبارزه کې خپله متحده ګڼي.

XS
SM
MD
LG