د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان اقتصاد وزارت وايي، د پایدار پرمختګ د هدفونو لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي او تمه ده د بروکسل تر کنفرانس وروسته یې عملي کړي.

د اقتصاد وزیر وايي، د پایداره پرمختګ د هدفونو له لارې به د بېلابېلو برخو د پرمختګ لپاره پلانونه طرحه او د ملي انکشاف په سټراټیژي کې به ځای شي.

هغه وايي، د پایداره پرمختګ د پروګرام له لارې به تر ۲۰۳۰ میلادي کاله پورې د ټولو برخو پرمختیايي چارې همغږې او د نړیوالې ټولنې مرستې ورته جلب شي.

عبدالستارمراد د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د پایداره پرمختګ د هدفونو لپاره له مخکې د ټولو وزارتونو په کچه کمېټې جوړې شوې او په ډېرې چټکۍ د پروګرامونو په ترتیب بوختې دي.

هغه زیاته کړه:

"افغانستان له وخته په ملي کچه د پایداره پرمختګ د هدفونو لپاره تنظیمیه کمېټې جوړې کړې دي، د اقتصاد وزارت له نورو وزارتخانو سره په مشخصو برخو ډېر مجلسونه کړي دي، له بروکسل کنفرانس وروسته به موږ د پایداره پرمختګ پروګرام په ملي کچه عملي کړو، دا به هغه وخت وي چې د ټولو وزارتونو موظفې کمېټې به خپل پلانونه او وړاندیزونه راوړي او بیا به له مالیې وزارت، جمهوري ریاست او اجراییه ریاست سره بحث وشي چې څنګه دا پروګرام د انکشاف په ملي سټراټیژي کې ځای کړو."

د اقتصاد وزیر همداراز وویل چې د پایداره پرمختګ د هدفونو پروګرام په افغانستان کې په اولسو لویو هدفونو، ۱۶۹ واړو پلانونو او ۲۱۷ پراختیايي برخو تمرکز لري.

د پایداره پرمختګ د هدفونو پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یو.ان.ډي. پي له خوا د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډیزاین شوی او له دې لارې به ټول خپل پرمختیايي چارې تنظیم او د مرستو د جلب هڅه ورته وکړي.

د اسیا لپاره د یو.ان.ډي. پي ساحوي رئیس هولیانګ ژو په افغانستان کې پرمختګ پڅ وباله خو ټینګار یې وکړ چې د پایداره پرمختګ د هدفونو پروګرام به د پرمختګ د ګړندي کولو لپاره د همکارۍ ښه زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه:

"په افغانستان کې پرمختګ لکه څنګه چې تمه یې کېده سږ کال هسې نه وه، لامل یې دا و چې د بهرنیو پوځیانو وتلو د افغانستان په اقتصاد ناوړه اغېزه کړې، خو د پایداره پرمختګ د هدفونو پروګرام به د حکومتونو او زموږ په شان د نړیوالو تمویلونکو ادارو تر منځ د ښې همکارۍ زمینه برابره کړي."

ښاغلي ژو وویل چې ملګري ملتونه به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د پایداره پرمختګ د هدفونو پروګرام به هم په پنځلسو کلونو کې څو ځلې د پرمختګ رپوټ ترې وغواړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG