د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

افغان چارواکي: بروکسل غونډې ته له هر پلوه چمتووالی نیول شوی


افغان چارواکي وایي چې په بروکسل غونډه کې د ګډون لپاره د حکومت لخوا له هره پلوه چمتووالی نیول شوی.

که څه هم پر افغان حکومت د بېلا بېلو ستونزو او ناخوالو له امله ډېر انتقادونه کېږي، خو د مالیې وزیر وایي چې دوی توانېدلي د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه او د بروکسل په غونډه کی په بشپړه چمتووالي سره ګډون وکړي.

اکلیل حکیمي د یکشنبې په ورځ د نظارت او انسجام د ګډ بورډ له غونډې وروسته خبریالانوته وویل چې افغان حکومت په خپلو اقداماتو سره د نړیوالې ټولنې قناعت تر ډېره ترلاسه کړی او د خپلو تعهداتو د عملي کولو لپاره په چټکۍ سره کار کوي.

ښاغلي حکیمي تمه وښوده چې په بروکسل غونډه کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د پام وړ مرسته وکړي.

حکیمي: زموږ او د نړیوالو دوستانو ترمنځ یوه عمومي موافقه شته.
حکیمي: زموږ او د نړیوالو دوستانو ترمنځ یوه عمومي موافقه شته.

هغه زیاته کړه:

"ترکومه حده چې د نن ورځې دغونډې څېړنه ښیي زموږ او د نړیوالو دوستانو ترمنځ یوه عمومي موافقه شته، نن د ارزیابیو نتایج څرګندوي چې د ملي وحدت حکومت ډېرتعهدات عملي کړي او د نړیوالو دوستانو باور څرنګه چې هغوی یې تمه درلوده هغه مو هم ترلاسه کړې ده."

د دې غونډې د پیل په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم وویل چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ کارونه کړي او له نړیوالې ټولنې سره د خپلو کړیو ژمنو د عملي کولو لپاره پیاوړې اراده لري.

غني: حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ کارونه کړي.
غني: حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ کارونه کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل چې افغانستان به له یوه منظم پلان سره د بروکسل په غونډه کې برخه اخلي، خو ویي ویل هیله داده چی د افغانستان وضعیت په سمه توګه په دې غونډه کې تشریح شي.

ټاکل شوې ده د افغانستان په اړه د بروکسل غونډه د راتلونکې میلادي میاشتې په څلورمه نېټه په بلجیم کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د شاوخوا پنځوسو هېوادونو او د څه باندې څلویښتو نړیوالو سازمانو استازي برخه اخلي.

د اروپایي ټولنې سکتر جنرال ماسر ویني وایي چې له افغانستان سره به د دوی مرستې همدا شان دوام و مومي او نړیواله ټولنه به هیڅکله هم دا هېواد یوازې پرې نږدي.

خو دی غوښتنه کوي چې افغان مشران باید خپل منځي اختلافات ژر حل کړي له دې پرته دده په خبره نړیوال به د دې حکومت په اړه خوشبینانه نظر ونه لري.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو وایي چی په افغانستان کی ډېرکارونه شوي او د ډېرو نورو کارونو ترسره کولو ته هم اړتیا شته:

"د خود کفایۍ لپاره د بروکسل غونډه په مخ کې ده خو سل په سلو کې هیڅ شي هم امکان نه لري،موږ د حکومت واقعي تعهد او منظم پرمختګ وینو، خو باید نور هم ډېر پرمختګونه وشي ترڅو موږ هم ځانونه آرامه احساس کړو، په عمومي توګه نړیواله ټولنه په افغانستان کې پرمختګونه د قناعت وړ بولي."

افغانستان د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې هم په وارسا کې د ناټو د غړیو هېوادونو د غونډې اصلي موضوع وه چې په کې له دې هېواد سره د پام وړ مرستې هم وشوې.

افغان حکومت خودکفایۍ ته د رسېدو لپاره څلویښت لومړیتوبونه په ګوته کړي او وایي چې په دې برخه کې د پام وړ اقدامات شوي او لاهم کار روان دی.

خو د نړیوال بانک یوه سروې ښیي چې افغانستان به تر څو نورو کلونو پورې هم خود کفا نشي او د نړیوالو دوامدارو مرستو ته به همدا شان اړتیا ولري.

راپور: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG