د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۶:۵۵

نړۍ

بنګله دېش دجماعت اسلامي ګوند غړی قاسم علي اعدام کړ

بنګله دېش د یو اسلامپالي ګوند یو مهم شخصیت تېره شپه په دارځړولی دی.

۶۳ کلن میرقاسم علي د بنګله دېش د جماعت اسلامي د ګوند مهم تمویلوونکی و.

نوموړی د هغو جرمونو له کبله اعدام شوی چې په ۱۹۷۱ میلادي کال کې یې له پاکستان څخه د بنګله دېش د ازادۍ پر مهال ترسره کړي وو.

د بنګله دېش سترې محکمې د اګست په دیرشمه نېټه د میرقاسم علي د اعدام د حکم په اړه استیناف غوښتنه رد کړې وه.

بنګله دېش وايي، د ۱۹۷۱ میلادي کال د جګړې پر مهال پاکستاني سرتېرو د خپلو سیمه ییزو همکارانو په ملاتړ په دې هېواد کې درې میلیونه کسان ووژل او پر دوه سوه زره ښځو یې جنسي تېري وکړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوکراین: د روسیې ۱۷ بریدګرې بې پيلوټه الوتکې مو وویشتې

اوکراین وايي، د هوایي مدافعې ځواک یې د روسیې له هغو ۲۲ ډرونونو څخه چې د دې هېواد بېلابېلې سیمې یې په نښه کړې ؛ ۱۷ ویشتلي او له منځه وړي دي.

د اوکراین پوځ نن پر خپل ټلګرام پاڼه په یوه بیان کې چې دا بې پیلوټه الوتکې د پلازمېنې کییف، پولتاوا، خمیل نیتڅکي، چرکاسي، کیرو ووهراد، دنیپرو پتروفسک او څو نورو سیمو په فضا کې په نښه شوې.

د پوځ په بیان کې راغلي دي چې پر خارکییف او سومي سیمو هم د ۷ توغندیو په وسیله حملې وشوې.

د اوکراین پوځ د دې حملو د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د سومي سیمې سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې د سیمې ملکي تاسیسات زیانمن شوي دي.

اردن: سوریې سره د پولې اوږدو کې مو د نا معلومو سرچینو د الوتکو شکمن حرکتونه کشف کړي

د اردن نقشه
د اردن نقشه

د اردن پوځ نن دوشنبه ویلي چې د هوايي مدافع رادار دستګاه یې د سوریې د پولې په اوږدو کې د یوې نامعلومې سرچینې د الوتکو مشکوک تحرکات کشف کړي دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، عیني شاهدانو ویلي، هغه جټ الوتکې چې ویل کېږي د اردن به وې د اردن د اربد ښار پر فضا او د سوریې پولې ته څېرمه په هوا کې د ګرځېدو په حال کې لیدل شوي دي.

د اردن پوځ وايي، د هوايي ځواک هغو الوتکو ته کوم خطر متوجه نه و چې د هوايي حریم د خوندیتوب د یقیني کولو لپاره یې الوتنه کړې وه.

اردن نه دي ویلي چې دغه تحرکات د کوم هېواد له خوا وو.

یونیسف: غزه کې د اسراییل د عملیاتو پر مهال تر ۱۳ زرو زیات ماشومان وژل شوي

د غزې یوه جګړه ځپلې څنډه
د غزې یوه جګړه ځپلې څنډه

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف وايي په غزه کې د اسراییل په عملیاتو کې تر ۱۳۰۰۰ زیات ماشومان وژل شوي دي.

د دې ادارې په وینا، په غزه کې ګڼ ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي او حتی د ژړا انرژي هم نه لري.

د یونیسف اجرایه مشرې کاترین رسل (Catherine Russell) د امریکا له CBS نیوز ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې پرون وویل، په زرګونو نور ماشومان یا ژوبل شوي یا هم په دې نه پوهېږي چې چېرې دي، هغوی ښايي تر نړېدلو ودانیو لاندې وي.

د هغې په وینا، دوی د نړۍ په یوه شخړه کې هم د ماشومانو دومره لوی شمېر مړینه نه وه لیدلې.

پر اسراییل په جګړه کې د زیاتې مرګ ژوبلې، په غزه کې د لوږې زیاتېدو او د مرستو د مخنیوي له کبله په نړیواله سطحه انتقادونه شوي دي.

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، په دې جګړه کې تر ۳۱زرو ډېر کسان وژل شوي دي، هغه شمېرې چې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو ترویستي سازمان ګڼي.

روسیه؛ پوتین د ټاکنیزو پایلو اعلان سره خپله واکمني ۶ کاله نوره هم وغځوله

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو په ګټلو سره خپله واکمني د شپږو نورو کلونو لپاره وغزوله.

دا په روسیه کې په شدت کنټرول شوې ټاکنې ګڼل شوي چې په لړ کې یې د درغلیو او لاسوهنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د څه باندې ۶۰ فیصده شمېرل شویو رایو له مخې، پوتین په دغو ټاکنو کې د ۸۷ فیصده رایو په ګټلو سره د بلې دورې ګټونکی ګڼل شوی دی.

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمیسیون وايي د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو ۷۰ فیصدو یې د ولسمشرۍ په دغو درې ورځنیو ټاکنو کې خپلې رایې کارولې دي.

۷۱ کلن پوتین له ۲۰۰۰م کال راهیسې یا د روسیې ولسمشر یا هم صدراعظم دی.

په روسیه کې د ټاکنو پر شرایطو د برابرو کسانو شمېر شاوخوا ۱۱۴ ملیونه و.

درې کاندیدان د پوتین په وړاندې درېدلي وو چې ویل کېږي کرملین ته نږدې کسان دي.

نتنیاهو: له نړیوالو اندېښنو سره سره به رفح ته پلي ځواکونه ولېږو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن ویلي چې له نړیوالو اندېښنو سره سره به د غزې جنوبي ښار رفح ته پلي ځواکونه ولېږي.

په رفح ښار کې د هغو ملکي فلسطینیانو د برخلیک په باب اندېښنه ښوول شوې چې په غزې تړانګه کې د جګړو له کبله یې هلته پناه وړې ده.

نتنیاهو ټینګار کړی چې نړیوال فشارونه به دوی د جګړې د ټولو اهدافو له درک کولو راونه ګرځوي.

د هغه په وینا، ځکه نو دوی په رفح ښار کې خپل عملیات پلي کوي.

په جرمني کې د روسیې قونسلګرۍ مخې ته اعتراضیه غونډه وشوه

په جرمني کې د روسیې قونسلګرۍ مخې ته دا اعتراضیه غونډه داسې وخت وشوه چې نن په روسیه کې د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو وروستۍ ورځ ده.
په جرمني کې د روسیې قونسلګرۍ مخې ته دا اعتراضیه غونډه داسې وخت وشوه چې نن په روسیه کې د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو وروستۍ ورځ ده.

د جرمني په بن ښار کې د روسیې ګڼ وګړي، د رژیم ضد اعتراض کوونکو تر څنګ د روسیې د قونسلګرۍ مخې ته نن په اعتراض راټول شول.

دوی دا اعتراضیه غونډه داسې وخت وکړه چې نن په روسیه کې د ولسمشرۍ د درې ورځنیو ټاکنو وروستۍ ورځ ده.

نن غرمه د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د مخالفت څرګندولو په هدف د روسیې قونسلګرۍ ته نږدې دوې مظاهرې وشوې.

اټکل دا دی چې پوتین به په روسیه کې دغه ټاکنې چې پر مهال یې د درغلیو او لاسوهنو راپورونه ورکړل شوي، په اسانۍ وګټي.

بن ښار په جرمني کې دویم ځای دی چې روسي وګړي کولی شي د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپلې رایې وکاروي.

په روسیه کې نن د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ ورځ ده

د روسیې د ټاکنو یوه څنډه
د روسیې د ټاکنو یوه څنډه

په روسیه کې نن (یکشنبه) د ولسمشرۍ د انتخاباتو درېیمه یا وروستۍ ورځ پیل شوې ده.

دا انتخابات چې ولادیمیر پوتین به د شپږم ځل لپاره واک ته ورسوي، د روسیې د ختیځ په وروستۍ سیمه یعني کامچاتکا ټاپو کې پیل شول او ۱۱ ساعته وروسته د دغه هېواد تر ټولو په لېرې لوېدیځه سیمه یعني کالینینګراد کې پیلیږي.

احتمال شته چې د انتخاباتو په لړ کې اعتراضونه او اخوډب وشي.

د روسیې د انتخاباتو د مسوولانو په وینا، ۱۱۴ میلیون تنه د رای ورکولو په شرایطو برابر دي او پرون د هغو کابو نیمايي خپلې رایې په انلاین ډول وکارولې.

روسیه: د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تېلو په یوه چاڼځای کې اور لګېدلی

پر روسیې د اوکراین د یوه وروستي برید نښې
پر روسیې د اوکراین د یوه وروستي برید نښې

د روسیې په جنوبي ښار (سامارا) کې د اوکراین د بې پېلوټه الوتکې له بریده وروسته د تېلو په یوه چاڼځای کې اور ولګېد.

تراوسه څرګنده نه ده چې اور څومره دوام کړی او یا یې څومره تاوان اړولی دی، خو ویل شوي چې دغه چاڼځای د ورځې ۱۷۰ زره بیرله تېل تصفیه کول.

د روسیې انټرفکس خبري اژانس پرون (شنبې) راپور ورکړ چې په چاڼځای کې اور کنټرول شوی خو د بشپړه وژلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

په وروستیو ورځو کې اوکراین د روسیې د تېلو پر درو چاڼځایونو بریدونه کړي دي.

مکرون: په یوه ځانګړي وخت کې ممکن لویدیز ته په اوکراین کې ځمکني عملیات ضروري وي

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وايي، ممکن په یوه ځانګړي وخت کې په اوکراین کې د لوېدیځو هېوادونو ځمکني عملیات ضروري وي.

ده دا خبره د جرمني او پولنډ له مشرانو سره له کتنې وروسته پرون (شنبې) په یوه مرکه کې وکړه.

مکرون تېره میاشت حاضر نه شو چې په اوکراین کې د لوېدیځو هیوادونو د پوځي ځواکونو د مېشتېدو د احتمال خبره رد کړي.

مکرون له پاریزن ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، په یو ټپال کې به د روسي ځواکونو په وړاندې ځمکني عملیات وکړي.

د غزې روغتیا وزارت: د اسراییلو بمبارۍ ۶۱ فلسطینیان وژلي

د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه
د غزې یوه جګړه ځپلې سیمه

د حماس ډلې تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت وايي، تېره شپه پر غزه د اسراییل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۶۱ فلسطینیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل ، په قطر کې پر نوي اوربند په مذاکرو کې د برخې اخیستو لپاره د خپلو مرکچیانو د لېږلو په چمتووالي بوخت دی.

د اسراییل د صدراعظم دفتر وايي مخکې تر دې چې د دوی مرکچیان دوحې ته روان شي، د اسرائیل امنیتي او جنګي کابینې په خپله غونډه کې د دغو مرکچیانو د ماموریت په اړه بحث وکړ.

په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دغه مرکچیان د خبرو د تازه پړاو لپاره کله روانېږي، خو تر دې مخکې حماس ډلې په جګړه کې د وقفې او د یرغمل شویو د خلاصون لپاره نوی پېشنهاد وسپاره.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.

په غزې تړانګه کې څه باندې پنځه میاشتنۍ جګړې هلته بشري بحران سخت کړی او ملګرو ملتونو په وار- وار په دې سیمه کې چې د وګړو شمېر یې ۲ ملیونه او ۴سوه زرو ته رسېږي، د قحطۍ خبرداری ورکړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG