د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د نجات شورا مشر وايي، جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه‌ده او زیان‌یې ټول عام ولس ته رسېږي.

سید اکبر اغا پرون په کندهار کې د دې شورا د غړو او قومي مشرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، د ولسي حرکتونو له لارې باید په افغانستان کې روانې شخړې پای ته ورسول شي.

دی زیاتوي:

​"په افغانستان کې بد وضعیت روان دی، باید چې د هواري لار پیدا کړو او دا وضعیت پای ته ورسوو.​"

په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې په دې غونډه کې د ننګرهار، پکتیا، کابل، کونړ، فراه او ځینو نورو ولایتونو استازو هم برخه اخیستې وه.

د افغانستان نجات شورا وايي، د دوی د هڅو هدف دا دی چې د ولسي خوځښتونو له لارې د سولې ټینګښت ته زمینه برابره شي.

XS
SM
MD
LG