د لاسرسي لېنکونه

د بامیان چارواکو د محصل لپاره د خوړو په نوم یوه نوې پروژه پیل کړې ده.

دا پروژه د سولې کلي په نوم د یوې هالنډۍ مؤسسې په نوښت پیل شوې.

د دې پروګرام مسؤل عبدالله محمودي ازادي راډیو ته وویل، دوی د پوهنتون محصلانو او په بامیان کې د لوړو زده‌کړو نورو ادارو ته خواړه چمتو کوي.

محمودي زیاتوي:

​"موږ په بامیانو کې یو کاملاً نوی سیستم رامنځته کوو، خواړه له مخکې پلورل کېږي، یعنې هر محصل باید مخکې له مخکې د خپلو خوړو ټکټ واخلي، دا له موږ سره مرسته کوي چې په کافي اندازه خواړه چمتو کړو او د اصراف مخه هم ونیسو.​"

په لومړي پړاو کې د شپیتو افغانیو په بدل کې چې د بازار نیمايي بیه ده په ازمایښتي توګه سلو محصلانو ته خواړه برابرېږي چې وروسته به دا پروګرام په دې ولایت کې ټولو محصلانو ته پراخ شي.

بامیان کې د لوړو زده کړو په تعلیمي مؤسسو کې د درې زرو په شاوخوا کې محصلان په زده‌کړو بوخت دي.

XS
SM
MD
LG