د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۸

نړیوالو ورځپاڼو هند ته د ولسمشر غني د سفر په اړه تبصرې کړي


د هند اکانومیک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د صدراعظم نریندرا مودي له لوري د افغانستان ولسمشر ته د هند د سفر د بلنې په باب لیکنه خپره کړېاو په یوه برخه کې یې راغلي، ښايي روانه میاشت ولسمشر غني ته د نوي ډیلي د سفر په ترڅ کې هند پر څلورو جنګي هليکوپټرونو سربېره افغانستان ته نوره پوځې مرسته ورکړي.

ورځپاڼه وايي، رسمي سرچینو ورته ویلي چې د افغانستان له لوري د هند حکومت ته د نویو وسلو یو مفصل لیست سپارل شوی دی چې اضافي هليکوپټرونه، زغرګاډي او پرزې پکې شاملې دي.

هند مخکې لا ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري د غوښتل شویو وسلو لویه برخه به دغه هېواد ته ورکړي.

ورځپاڼه لیکي، افغانستان ته د وسلو د ورکولو په باب ډاډ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره د هندي چارواکو په غونډه کې ورکړای شوی و.

د افغانستان او هند اړیکې د دسمبر له میاشتې را په دې خوا لا تودې شوي دي.

له هماغه وخته تراوسه پورې د هند صدراعظم نریندرا مودي دوه ځلي افغانستان ته سفر کړی دی.

مودي د تېر کال په دسمبر کې په کابل کې د ملي شورا د نوې ودانۍ د پرانستنې لپاره کابل ته او په جون کې په هرات ولایت کې د سلما یا د هند – افغانستان د دوستۍ بند د افتتاح کولو لپاره افغانستان ته راغلی و.

ډیلي کالر:

ډیلي کالر خپرونې بیا د امریکا په پیسو د یوه روغتون پر جوړولو تبصره کړې ده او ویلي یې دي، سره له دې چې پر دغه روغتون د امریکايي مالیه ورکوونکو ۱۴ ملیونه او ۶ لکه ډالر لګېدلي خو د اضطراري وتلو لاره یې ناسمه په نښه شوې ده.

دې خپرونې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش له قوله کښلي، د دغه روغتون بام سوری شوی، اوبه پکې څڅېږي او د اوبو څاه یې واټرپمپ نه لري.

د سرمفتش راپور وايي، کله چې د دوی څېړونکو د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې دا روغتون کوت، ورته څرګنده شوه چې روغتون دومره په ټیټ کیفیت جوړ شوی چې ښايي افغانان به ورڅخه کار وانخیستلی شي.

نشریه په پای کې وايي چې د دغه روغتون پر جوړولو ۵ کاله لګول شوي دي.

XS
SM
MD
LG