د لاسرسي لېنکونه

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په امریکا کې جوړېدونکې د افغانستان، امریکا او هند د ګډې درې اړخیزې غونډې او د افغانستان د وضعیت په اړه د پاکستاني سیاسي کارپوه احمد رشید د ورستیو څرګندونو په اړه تبصرې کړي دي.

سرخط:

سر خط خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د سیاسي چارو د یو شمېر شنونکو په حواله لیکلي چې، په امریکا کې د افغانستان، امریکا او هند درې اړخیزه غونډه له سیاسي او اقتصادي اړخه د افغانستان په ګټه ده.

سرخط د دغه کارپوهانو په حواله لیکلي چې د امریکا او هند نېږدې کېدل دې ته لار برابروي چې پاکستان نور هم څنډې ته ټېل وهل شي او هند په سیمه کې د افغانستان د یو ستراتېژیک ملګري په توګه د افغانستان د هر نظر ملاتړ وکړي.

په مطلب کې د چارو د شنونکو په حواله دا هم راغلي چې، امریکا اوس درک کړې چې چین به یې ډېر ژر په ډېرو برخو کې ملا ورماته کړي او دا ګواښ یې هله زیات محسوس کړ چې د امریکا د مفکرانو د ټولنې مشر ولسمشر اوباما ته په سیمه کې د چین له پراخ نفوذ او پرمختګه خبرداری ورکړ.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپانې هم په دې اړه په خپل یو مطلب کې دغه درې اړخیزه غونډه له سیاسي او اقتصادي اړخه د افغانستان په ګټه بللې ده.

په مطلب کې راغلي چې د دغې غونډې اعلان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د تېرې سې شنبې په ورځ هند ته د خپل سفر پر مهال کړی و.

په مطلب کې وړاندې راغلي، که څه هم کري ویلي چې د دې غونډې هدف د پاکستان څنګ ته کول نه دي، خو یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې امریکا د تروریزم سره په جګړه کې د پاکستان پر نیت شک لري.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه د پاکستاني سیاسي شنونکي احمد رشید خبرې راخیستې دي.

ویسا په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې د احمد رشید د یوې لیکنې په اړه وايي چې افغانستان د ګډودۍ په درشل کې دی او دلیل یې یوازې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له خوا پیل شوي عملیات نه دي بلکې په حکومت کې دننه بحران او د هېواد اقتصادي نزول هم ونډه په کې لري.

په مطلب کې ویل شوي چې احمد رشید په دغه لیکنه کې لیکلي چې د دواړو مشرانو تر منځ بېلابېلې سیاسي ډلې ولاړې دي چې دا کار ستونزې لا زیاتوي.

په مطلب کې راغلي چې احمد رشید د دواړو مشرانو تر شا د ولاړو سیاسي ډلو تر منځ پر یو شمېر موضوعاتو د اختلاف تر څنګ لکه د انتخاباتي نظام اصلاح دا هم ویلي چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر شا ولاړه بله سیاسي ډله بیا لویه جرګه غواړي چې ولسمشر غني یې د کار په پیل کې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG