د لاسرسي لېنکونه

د ننګرهار ولایت مومند درې ولسوالۍ په یوه کور کې د الوتکې پرزې موندل شوي دي.

په ننګرهار کې یوې امنیتي باوري سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت اړوند یوې ځانګړې قطعې د مومند درې ولسوالۍ د ‌‌‌‌‌‌ډکې په سیمه کې په یوه کور کې اوسپنیز توکي چې ویل کېږي د طيارو پرزې دي نیول شوي.

د دغې سرچینې په وینا د دې پرزو په تور یو تن نیول شوی هم دی.

خو دا تر اوسه نه‌ده روښانه شوې چې دغه پرزې چېرته لېږدول کېدې.

XS
SM
MD
LG