د لاسرسي لېنکونه

راپورونه وايي چې ترکي ټانکونه د ترکیې د کیلیس «Kilis» ولایت څخه د سوریې شمال ته اوښتي دي او دغلته‌یې د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې پر ضد د جګړې لپاره یوه نوې جبهه پرانیستې ده.

لږ تر لږه شل ټانکونه چې په لویو پوځي لارو کې بار وو د ترکیې له سرحدي ښارګوټي ایل بیلي «Elbeyli» څخه د سوریې د الرای «Al-Rai» ښارګوټي ته اوښتي دي.

په دې اړه د دوګان په نوم خصوصي خبري اژانس راپور ورکړی دی.

دا نوي عملیات له جرابلس څخه پنځه پنځوس کېلومتره لیرې پیل شوي چېرې چې ترکي ځواکونو د اګست په ۲۴مه نېټه خپله لومړنۍ حمله پیل کړې وه.

ویل کېږي چې دا ټانکونه د سوریې الرای ته له اوښتو وروسته دغلته د ترکیې د ملاتړ لرونکو سوري یاغیانو سره یوځای شوي دي.

د ترکیې ملاتړ لرونکي سوري یاغیان وايي، دوی د جرابلس په لوېدیځ کې درې نور کلي هم د داعش له وسله‌والو څخه نیولي دي.

په ورته وخت کې ترکي چارواکو ویلي چې د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې یا داعش تر کنټرول لاندې سیمې څخه د ترکیې پر سرحدي ښارګوټي کیلیس درې توغندي توغول شوي دي.

دا ښار له ایل بیلي څخه چې ترکي ټانکونه ورننوتي دي ۳۰ کېلومتره واټن کې پروت دی.

د انادولو خبري اژانس وايي، ترکي ځواکونو په هاوانونو ځواب ورکړی چې په ترڅ کې یې د داعش دوه د وسلو زېرمې او پټنځایونه ویجاړ شوي دي.

ترکیې د اګست په څلورویشتمه نېټه له پولې هاخوا په سوریه کې د ازادې سوریې پوځ په نوم د وسله‌والو له یوې ډلې سره یوځای عملیات پیل کړل.

د دې عملیاتو هدف له جرابلس کلي څخه د داعش وسله‌والو ایستل ښودل شوي دي.

له دې ځایه پر ترکیې ویشتل کېدونکو توغندیو د جنورۍ میاشتې راهیسې د ترکیې په سرحدي ولایت کیلیس کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي دي.

ترکي ځواکونه په سوریه کې د خپلو ملاتړو یاغیانو سره یوځای د جرابلس په شاوخوا کې د خلکو د ساتنې کنډکونو په نوم د امریکا ملاتړ لرونکو کردي ځواکونو سره هم جنګېږي.

ترکیه دې ډلې ته د کردستان کارګر ګوند د یوې برخې په توګه ګوري د کردستان کارګر ګوند یوه ترورېستي ډله ګڼل کېږي.

راپورونه وايي چې ترکیه د پولې هاخوا په سوریه کې د دې پوځي مداخلې له لارې همدارنګه هڅه کوي چې د سوریې په شمال کې د کردي ملېشو له‌خوا د نورو سیمو د لاندې کولو مخه ونیسي.

په عین حال کې د امریکا متحده ایالتونه دا کردي ملېشې د داعش خلاف د امریکا ائتلاف مهمه ستراتیژیکه برخه ګڼي او ورسره پراخې مرستې او هوايي ملاتړ کوي.

په ترکیه کې دننه هم ترکي ځواکونه د دې هېواد په ختیځ او جنوب ختیځ کې د کردي ملېشو پر ضد په جګړه بوخت دي.

په دې وروستیو کې دغلته په جنوب ختیځ کې د هاکاري په ولایت او ختیځ کې د وان په ولایت کې په دوو جلا عملیاتو کې یولس سرتېري وژل شوي او اته ویشت نور ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG