د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د کابل-کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۳۶ تنه وژل شوي


د کابل-کندهار لویې لارې پر سر د زابل ولایت مربوطاتو کې ترافیکي پېښې ۳۶ تنه وژلي او ۲۵ نور ټپيان کړي.

یاده پېښه نن یکشنبې سهار څه باندې پنځه بجې د زابل مرکز قلات ښار ته نېږدې د جلدک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د زابل والي بسم‌الله افغانمل ازادي راډیو ته وویل چي د میوند ترانسپورټي شرکت اړوند یو ۳۰۳ موټر چې له کندهاره کابل ته پر لاره و د یوه بل ټېلر موټر سره چې د کابل څخه کندهار ته روان وو ټکر کړی.

د والي په خبره د ټکر په دغې پېښه کې ۳۶ تنه مسافر وژل شوي او تر ۲۵ نور ټپيان شوي چې ډېری یې سوځېدلي دي.

هغه زیاته کړه:

"نن تقریباً سهار وختي یوه بده واقعه پېښه شوه چې د میوند بس ترانسپورت اړوند موټر د یوه ټېلر موټر سره ټکر وکړ چي په نتیجه کي يې ۳۶ مسافرین وژل شوي او د شل پنځه ویشتو په شاوخوا کې ټپیان دي."

د والي په وینا د ټکر وروسته دواړو موټرونو اور اخیستی چې ټوله مسافرین په‌کې سوځېدلي.

والي زیاتوي چې په پېښه کې ټپي شوي کسان د مرکز قلات ملکي روغتون او د کندهار میرویس روغتون ته انتقال شوي.

که څه هم تر اوسه د دغې پېښي علت نه‌دی معلوم خو خلک د کابل-کندهار او کندهار-هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښو لوی لاملونه د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه او د ترافیک پولیسو نه‌پاملرنه په ګوته کوي.

د کابل-کندهار لویه لار تر دې مخکې هم د خونړیو ترافیکي پېښو شاهده وه.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې روان ۱۳۹۵ لمریز کال په ثور میاشت کې هم د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۷۳ کسان ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.

یاده ترافیکي پېښه هم د یوه ۳۰۳ بس او یوه ټېلر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې وه.

د خلکو په باور د ترافیک پولیسو له‌خوا ترافیکي قوانین تر ډېره حده نه‌دي عملي شوي او له بلې‌خوا د وسایطو چلوونکو ته د ترافیکي قوانینو د ښودلو په برخه کې ډېر کم روزنیز کورسونه برابر شوي.

خلک زیاتوي که چېرې د وسایطو چلوونکي په ترافیکو اصولو پوه شي او ترافیک چارواکي په دې برخه کې له جدیت څخه کار واخلي نو تر ډېره به د ترافیکي پېښو کچه راټیټه شي.

پخواني معلومات:

د کابل-کندهار پر لویه لار په زابل ولایت کې د ۳۰۳ بس او ټېلر موټر د ټکر له امله ۳۴ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

د زابل والي بسم‌الله افغانمل ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه نن سهار څه باندې پنځه بجې د زابل ولایت په جلدک سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې یاد ۳۰۳ ډوله بس موټر له کندهار څخه کابل ته روان وو چې له ټېلر موټر سره‌یې ټکر وکړ چې له امله‌یې ټول موټر سوځېدلی دی.

افغان وویل چې د پېښې ټپيان د زابل او کندهار روغتونونو ته انتقال شوي دي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG