د لاسرسي لېنکونه

د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف د جنازې مراسم پیل شوي دي.

زرګونه کسان د کریموف د پلرني ټاټوبي سمرقند ښار په ریګستان څلور لارې کې په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره راټول شوي دي.

د غو مراسمو ته بهرني مشران لکه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د روسیې صدراعظم دیمتري میدویدوف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي برې محمدوف ورغلي دي.

دغه راز د ازبکستان له ګاونډي هېوادونو قزاقستان او قرغزستان څخه د هغو هېوادونو صدراعظمان ورغلي دي.

د ورځې په سر کې د ازبکستان دولتي ټلویزیون د اسلام کریموف تابوت وښود چې د سمرقند نړیوال هوایې ډګر ته ورسېد.

۷۸ کلن کریموف د مغزي سکتې له کبله مړ شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې د کریموف ځای ناستی به څوک وي.

د ازبکستان د اساسي قانون له مخې، که چیرې ولسمشر مړ شي او یاد یوې ناروغۍ له کبله ونه شي کولی چې خپله دنده پر مخ یوسي نو ددې هېواد د پارلمان د مشرانو جرګې رئیس به د درې میاشتو لپاره دولسمشر چارې سنبالوي.

XS
SM
MD
LG