د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د ولسمشر اشرف غني په اړه د امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ معلومات ناسم او نا بشپړ دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دې ورځپاڼې ناسم او نیمګړي معلومات خپاره کړي دي.

په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني په اړه د ډول ډول قضاوتونو او تورونو وروسته امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوست هم لیکلي چې ممکن ښاغلی غني د افغانستان د ستونزو یوه برخه وي.

خو د ولسمشر غني ویاند محمد هارون چخانسوري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، افغانستان ډېرې ستونزي لري، خو د حکومت رهبري ددې ستونزو د حل لپاره ډېر کار کوي.

هغه زیاته کړه:

"دا مقاله موږ لوستلې ده، بدبختانه د دوی معلومات تر ډېره حده یا په بشپړ ډول نیمګړي او یا هم غلط دي په دې کې هم شک نشته چې په افغانستان کې ستونزې شته ولې د ملي یووالي حکومت او په سر کې یې ولسمشر ډېر کوټلي ګامونه اخیستي دي. "

ښاغلی چخانسوري وايي، ولسمشر د وزیرانو سره ښې اړیکي لري، له دوی سره په بېلابېلو شوراګانو او ناستو کې تخصصي او صمیمانه بحث کوي او ټولو ته د مفصلو خبرو وخت ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله تېره ګڼه کې د ځینو سرچینو له قوله لیکلي، هغه څوک چې په غونډو کې د ولسمشر پر پرېکړو انتقاد ولري هغه تحقیر او سپکاوی یې کېږي.

دې ورځپاڼې لیکلي چې ولسشمر غني په ټيټه کچه د دولتي مامورینو د استخدام په پروسه کې مداخله کوي او وزیران یې ډېر صلاحیت نه لري.

دا هغه موضوع ده چې واشنګټن پوسټ ته ځينو وزیرانو او د حکومت یوشمېر نورو لوړ پوړو چارواکو بیان کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د جمهور رئیس لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم هم یوې ناستې ته وویل چې په نظام کې هیڅ واک نه لري،لاسلیک یې بې اعتباره دی او صلاحیتونه ترې ولسمشر اخیستي دي.

جنرال دوستم:په هغه دفتر کې چې کاري صلاحیت ونه لرې هلته به څه وکړې؟

جنرال دوستم:په هغه دفتر کې چې کاري صلاحیت ونه لرې هلته به څه وکړې؟

​هغه زیاته کړه:

"څو کسان وايي چې ولې دفتر ته نه ځې؟ په هغه دفتر کې چې کاري صلاحیت ونه لرې هلته به څه وکړې؟ هلته چې لاسلیک دې هم نه چلېږي،بیا هم واک تاسې ته درکوم که وايي چې پاتې شم پاتې کېږم که وايي چې لاړ شم ځم او ستاسې په منځ کې به یم، که هیڅ کار هم ونه کړم مدني حرکتونه زما ښه زده دي."

له دې وړاندې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ورته انتقادونه کړي او ویلي یې دي چې ولسمشر د خبرو اورېدو حوصله نه لري او په مودو مودو له ده سره نه ګوري.

د ولسمشر ویاند که څه هم د ورته موضوعاتو په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې معلومات نیمګړي بولي، خو د ښاغلي دوستم د څرګندونو په اړه څه نه وايي.

پر افغان ولسمشر د نظام د ننه د ځینو چارواکو او بهرنیو ورځپاڼو داسې وخت انتقادونه ډېر کړي چې په راتلونکې میلادي میاشت کې د افغانستان په اړه په بروکسل کې نړیوال کنفرانس جوړېږي.

که څه هم د بروکسل کنفرانس لاسته راوړنې په ښې حکومتوالۍ ولاړې دي، خو د چارو کارپوهان وايي چې د رابرسېره کېدونکو مخالفتونو دوام کولای شي د دغه کنفرانس په لاسته راوړنو سیوري وغوړوي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG