د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

مرتضوي: امریکا کې جوړېدونکې ۳ اړخیزه غونډه د افغانستان په ګټه ده


افغان چارواکي وايي، د هندوستان او امریکا سره د دوی راتلونکې درې اړخیزه غونډه د سیاسي او اقتصادي پلوه د دې هېواد په ګټه ده او دوی به په کې ګډون وکړي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي، هېواد یې په هره هغه درې اړخیزه یا څو اړخیزه غونډه کې چې د افغانستان په ګټه وي، هغه که پر اقتصادي ،سیاسي او که پر امنیتي مسئلو وي برخه اخلي.

شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره د افغانستان ټینګار تر ډېره پر سیمه ییزه همکارۍ دی او د سیمه ییزې همکارۍ د رامنځ ته کولو لپاره دا ډول څو اړخیزې غونډې مهمې دي.

مرتضوي: د سیمه ییزې همکارۍ د رامنځ ته کولو لپاره دا ډول څو اړخیزې غونډې مهمې دي.
مرتضوي: د سیمه ییزې همکارۍ د رامنځ ته کولو لپاره دا ډول څو اړخیزې غونډې مهمې دي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه:

"هغه درې اړخیزه غونډه چې ټاکل شوې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې تر څنګ د افغانستان، امریکا او هند ترمنځ جوړه شي، هدف یې د اقتصادي او سیاسي همکاریو پراختیا ده او افغانستان یې هرکلی کوي."

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس زکریا د افغانستان، هندوستان او امریکا تر منځ راتلونکې درې اړخیزې خبرې بې ضرورته وبللې.

ښاغلي زکریا په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، پاکستان ددې درې اړخیزې غونډې د اړتیا په اړه ډاډمن نه دی.

نوموړې زیاته کړه:

"تر کومه ځایه چې د افغانستان د سولې خبره ده، پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته ژمن دی او په دې اړه یې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا سره په څلور اړخیزه غونډو کې برخه لرلې."

خو د افغان ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، دا د افغانستان د حکومت مسؤلیت دی چې وټاکي چې کومه غونډه ورته ضروري او په کومه نه ده.

هغه زیاته کړه:

"افغانستان په خپل بهرني سیاست کې یو خپلواک هېواد دی، خپله ټاکي چي کومه غونډه ضرور ده او کومه نه ده، یو بل هېواد نشي کولی چې موږ ته سیاسي نسخه ولیکي، موږ د یو خپلواک هېواد په توګه خپل لومړیتوبونه خپله ټاکوو."

د افغانستان، هندوستان او امریکا ترمنځ ددې درې اړخیزې غونډې د جوړیېدو اعلان لومړی د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هند ته د خپل سفر پر مهال د تېرې سې شنبې په ورځ وکړ.

​که څه هم ده وویل چې د دې غونډې هدف د پاکستان منزوي کول نه‎دي، خو یو شمېر څېړونکي په دې باور دي چې امریکا له ترورېزم سره په جګړه کې د پاکستان پر نیت شک لري.

ټاکل شوې چې دا درې اړخیزه غونډه په څو راتلونکو اونیو کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنګ کې جوړه شي.

د ولسمشر اشرف غني بل ویاند هارون چخانسوري تر دې مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د افغانستان، هندوستان او امریکا ترمنځ په دې درې اړخیزه غونډه کې به د ترویزم پر ضد په ګډې مبارزې او اقتصادي همکاریو خبرې وشي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG