د لاسرسي لېنکونه

د پکتیا ولایت چارواکي وايي، د جاني خېلو د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د جمعې د ورځې په عملیاتو کې شپږ تنه وسله وال وژل شوي دي چې په کې د حقانې شبکې یو قوماندان هم شامل دی.

د پکتیا د والي ویاند نقیب احمد اتل پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو دوو ورځې کې پر جاني خېلو ولسوالۍ ایتلافي ځواکونو د وسله والو پر اهدافو هوايي بریدونه کړي.

ښاغلي اتل د افغان ځواکونو د پرمختګ په اړه وویل چې دوی لا هم ولسوالۍ ته په غځېدلې لویه لاره کې د اېښودل شویو ماینونو په شنډولو بوخت دي او هیله من دي چې ډېر ژر به دا لاره له ماینونو پاکه او امنیتي ځواکونه به ولسوالۍ ته ورسېږي.

د پکتیا د جاني خېلو ولسوالي د تېرو څو ورځو راهیسې د وسله والو لاس ته لوېدلې چې د افغان چارواکو په وینا د حقانې شبکې سره تړلې وسله وال دي.

XS
SM
MD
LG