د لاسرسي لېنکونه

روسیه وايي، د دې هېواد ولسمشر ویلادیمیر پوتین د جاپان له صدراعظم سره په دې سلا شوی دی چې په روان کال کې به د لانجمنو ټاپوګانو پر سره د کړکېچ د ختمولو لپاره وړاندیزونه چمتو کړي.

د توکیو او مسکو اړیکې دکوریل ټاپوګانو پر سر د لانجې له کبله له لسیزو راهیسې خرابې دي.

دا ټاپوګان د دویمې نړیوالې جګړې په پای کې پخواني شوروي لاندې کړې وو.

د دې ټاپوګانو پر سر د ناندرو له کبله روسیې او جاپان تر اوسه خپلو کې د سولې تړون نه دی لاسلیک کړی څو په رسمي توګه جګړه پای ته ورسېږي.

دې مسئلې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو ته خنډونه جوړ کړي.

د ویلادیوستوک په ښار کې د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره تر پرونۍ لیدنې وروسته د جاپان صدراعظم شینزو ابي وویل، د سولې د تړون په اړه موږ دواړو ژور بحث وکړ.

د شنیزو ابي په وینا دا اوس روښانه شوې چې د نوې لارې له مخکې په دې اړه خبرو اترو کې څنګه مخکې ولاړ شوو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، پوتین او ابي پر دې سلا شول چې د دواړو لورو چارواکي به د یو تړون پر مسودې کار ته دوام ورکړي او د دواړو هېوادونو مشران به پرې د ډسمبر په میاشت کې چې پوتین جاپان ته ځي غور وکړي.

XS
SM
MD
LG