د لاسرسي لېنکونه

د ایران دولتي رسنۍ وايي، د دې هېواد په شمال کې تندر او سیلابونو لږ تر لږه څلور کسان وژلي دي.

ایراني رسنیو پرون راپور ورکړ چې سیلابونو د ګلستان په ولایت د یوې کورنۍ درې غړي چې مور پلار او یو ماشوم په کې شامل وړي دي.

په همدې سیمه کې د تندر د غورځېدو په یوه پېښه کې یو اویا کلن سړی چې له کلي بهر پر کار بوخت وژل شوی دی.

ایراني چارواکو ویلي، د ګلستان ولایت ځینو برخو ته تللې لارې هم د سیلابونو له کبله تړل شوي دي.

د ایران د مازندران څخه هم په ورکړل شویو راپورنو کې ویل شوي دي چې دغلته په ساعت کې د ۱۳۰ کیلومترو په سرعت تند باد د برېښنا مزې پرې کړي دي او د امول په ښار کې یې د نهه سوه کورونو چتنو ته زیان رسولی دی.

XS
SM
MD
LG