د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د جرمني صدراعظمې د کډوالو په اړه خپل لحن بدل کړی


د جرمني صدراعظمې انګیلا مېرکل د کډوالو په اړه خپله لحن بدل کړی او چارواکو ته یې امر کړی چې د هغو کډوالو د ایستلو چارې ګړندۍ کړي چې د سیاسي پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

انګېلا مېرکل تېرکال وروسته له هغه د خلکو او د خپل محافظه کارګوند د غړو له انتقادونو سره مخامخ شوه چې نېږدې یو میلیون کډوالو ته یې جرمني ته د ننوتو اجازه ورکړه.

مېرمن مېرکل د پنجشنبې په ورځ پارلمان کې د خپل ګوند استازو ته وویل چې په جرمني کې لا هم زیات شمېرهغه بهرنیان دېره دي چې د سیاسي پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي او ټينګار یې وکړ چې دا کډوال باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

دا د کډوالو په مسئله کې د مېرمن مېرکل په دریځ کې د یوه څرګند بدلون په معنی ده ځکه چې هغې له دې مخکې پر کډوالو د هر راز محدودیت لګولو غوښتنې رد کړې وې.

رویټرز خبري اژانس په دې اړه په راپور کې لیکي چې انګیلامېرکل د څلورم ځل لپاره په واک کې د پاتې کېدو نیت لري نو ځکه د ۲۱۵ زره کډوالو د ډیرې برخې ایستل به پر دې په اوسنيو فشارونو کې کموالی راولي.

په هغو کډوالو کې چې د سیاسي پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي ډیری د مراکش، الجزایر، تونس، البانیا، کاسوو، مونټي نګرو، سربیا، بوسنیا، ګانا او سنیګال په څېر هېوادونو اتباع دي.

رویټرز خبري اژانس لیکي:

د دې کسانو غوښتنلیکونه ځکه رد شوي دي چې دوی د سوریې، عراق او افغانستان د اتباعو په څېرنه دي چې خپلو هېوادونو ته نه‎شي ستنېدلای.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر توماس دي مایزیر Thomas de Maiziere د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل چې ۲۱ زره کسان تېرکال او ۳۵ زره کسان د سږني کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له هېواده وتلي دي.

دي مایزیر وویل، دی غواړي چې سږ کال ۱۰ زره نور کسان هم خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

صدراعظمې انګېلامېرکل د پارلمان له غړو سره په کتنه کې وویل چې د خلکو اندیښنو ته جدي پاملرنه مهمه ده.

له بلې‎خوا د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ وویل، د دې هېواد په شمال کې د کلې Callais په نوم د کډوالو کمپ به په تدریجي ډول بند شي.

کډوال
کډوال

په دې کمپ کې هغه زرګونه کډوال چې بریتانیا ته د تلو هیله لري استوګن دي.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې فرانسوي چارواکو په وار-وار د دې کمپ د بندولو هڅه کړې.

په دې کمپ کې د چارواکو په وینا نېږدې اووه زره کډوال دیره دي. په دې کمپ کې د دیره کډوالو شمېر په وروستیو میاشتو کې په چټکۍ سره په زیاتېدو دی او د ځینو مرستندویو ټولنو د اټکل له مخې دا شمېرلسو زرو ته رسېږي.

په دې کډوالو کې یو زیات شمېرافغانان، سومالیایان، سوډانیان او کردان دي.

د کَلې ښار سیمه ایزو چارواکو د روان کال په پیل کې د دې کمپ په ځینو برخو کې استوګن‎ځایونه وران کړل څو کډوال نورو سیمو او څېرمه کمپونو ته تلو ته وهڅوي.

په تېرڅه کم یوه کال کې له پنځو زرو زیات کډوال له دې کمپه وتلي او د فرانسې په نورو سیمو کې د کډوالو لپاره ځانګړو جوړو شویو مرکزونو ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG