د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن د شاهین اسمايي او د اباسین څپې د فوټبال ټیمونه د یو بل پر وړاندې لوبه کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعات د برخې مسؤل سیدعلي کاظمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبه نن مازدیګر څلور بجې پیلیږي او ناوخته پایته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې ورځې په سیالیو کې د سپینغر بازانو ټیم او د عقابان هندوکش ټیم د یو بل پر وړاندې صفر-صفر مساوی شول.
د ښاغلي کاظمي د معلوماتو له مخې د فوټبال د غوره لیګ سیالي له تېرو دوو اونیو راهیسې پیل شوې او ۴۵ ورځې دوام مومي.