د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

افغانستان لپاره د مالي سرچېنو په کمښت د "WFP" اندېښنې


د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام یا "ډبلیو.اېف.پي" چارواکي افغانستان لپاره د مالي سرچېنو په کمښت اندېښنه څرګندوي.

د "ډبلیو.اېف.پي" عمومي مشره ارټارین کازین وایي، افغانستان کې یې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره له یو شمېر تمویلونکو سرچېنو سره هم خبرې کړي څو د مالیې منابعو موضوع په پام کې ونیسي.

مېرمن کازین چې کابل ته د یوه څلور ورځني سفر په پای کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کېدل او د مالیې منابعو کمښت د دوی له اساسي اندېښنو څخه دي.

مېرمن کازین زیاته کړه:

"زما لویه او اساسي اندېښنه افغانستان لپاره د مالیې منابعو محدودېدل دي، په ځانګړي توګه افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمېدل دا ټول هغه مسائل دي چې موږ ته یې اندېښنې راپیدا کړي دي. "

سره له دې چې مېرمن کازین په افغانستان د مرستو د دوام ژمنه وکړه خو ویې ویل چې "ډبلیو.اېف.پي" په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو دوام لپاره په روان کال کې ۵۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

د "ډبلیو.اېف.پي" عمومي مشره ارټارین کازین وایي چې کابل ته یې د خپل سفر پر مهال له افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره د "ډبلیو.اېف.پي" په ژمنو او له پاکستانه افغانستان ته د کډوالو د راستنېدو په موضوع خبرې کړي.

مېرمن کازین وویل چې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستې په اړه هم خبرې شوي دي.

دی وايي:

"هغه افغانان چې له پاکستان څخه راستنېږي او دا چې دوی سره باید څه ډول مرسته وشي په‎دې اړه موږ خبرې کړي، تراوسه تقریباً ۷۲ زره کسانو وضعیت ارزیابي شوی او د ملګرو ملتونو د یو شمېر نورو ادارو په مرسته به موږ د دوی په برخه کې خپلې ارزونې ته دوام ورکړو، دوی پرته له هېڅ څه نه او په ډېر ناوړه وضعیت کې افغانستان ته راځي او ډېرو ستونزو سره مخ دي."

د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام یا "ډبلیو.اېف.پي"د ۱۹۶۳میلادي کال را په‎دې خوا افغانستان کې فعالیت کوي.

د دغه سازمان چارواکي وایي، سره له دې چې افغانستان لپاره د دوی مالیې سرچېنو یوازې د روان کال د سېپټمبر میاشتې تر اخره پورې دي خو هیله‌مند دي چې تمویلونکو هېوادونه به له دوی سره مرسته وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG