د لاسرسي لېنکونه

د خېبرپښتونخوا مردان ښار کې په يوه حمله کې لږترلږه لس کسان وژل شوي او څلوېښت نور ټپيان دي.

يوه چارواکي ويلي چې په وژل شويو کې لږترلږه دوه مدافع وکیلان، دوه پولیس او درې نور کسان شامل دي.

حمله د مردان ولسوالۍ پر محکمه نن سهار وشوه.

د راپورونو له مخې حمله کوونکو لومړی لاسي بمونه وغورځول او وروسته يوه ځانمرګي بريدکوونکي په ځان پورې تړي چاودېدونکي مواد وچوول.

د راپورونو له مخې د يو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعيت نازک دی.

د پاکستاني طالبانو يوې څانګې جماعت الاحرار د دې حملې مسئوليت منلی دی.

د مردان ښارد پوليسو يوه چارواکي فيصل شهزاد ازادي راډيو ته وويل:

"يو ځانمرګی بريدکوونکی وو او له شپږو تر اتو کيلو ګرامو پورې چاودېدونکي مواد يې په ځان پورې تړلي وو. پوليسو هڅه وکړه چې مخه يې ونيسي خو ده لاسي بم ور وغورځاوه او پوليس يې ټپيان کړل. ټپي شويو پوليسو پر حمله کوونکي ډزې پيل کړې."

ده ويلي، پولیسو حمله کوونکی په ډزو وواژه خو همغه وخت يې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچوول.

تېره مياشت همدې ته ورته يوه حمله په کوټه ښار کې د يوه روغتون مخې ته د مدافع وکيلانو پر ګڼه ګوڼه وشوه چې په‎کې تر ۷۰ زيات کسان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG