د لاسرسي لېنکونه

د خېبرپښتونخوا مردان ښار کې په يوه حمله کې لږترلږه لس کسان وژل شوي او څلوېښت نور ټپيان دي.

يوه چارواکي ويلي چې په وژل شويو کې لږترلږه دوه مدافع وکیلان، دوه پولیس او درې نور کسان شامل دي.

حمله د مردان ولسوالۍ پر محکمه نن سهار وشوه.

د راپورونو له مخې حمله کوونکو لومړی لاسي بمونه وغورځول او وروسته يوه ځانمرګي بريدکوونکي په ځان پورې تړي چاودېدونکي مواد وچوول.

د راپورونو له مخې د يو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعيت نازک دی.

د پاکستاني طالبانو يوې څانګې جماعت الاحرار د دې حملې مسئوليت منلی دی.

د راپورونو له مخې د يو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعيت نازک دی.

د راپورونو له مخې د يو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعيت نازک دی.

د مردان ښارد پوليسو يوه چارواکي فيصل شهزاد ازادي راډيو ته وويل:

"يو ځانمرګی بريدکوونکی وو او له شپږو تر اتو کيلو ګرامو پورې چاودېدونکي مواد يې په ځان پورې تړلي وو. پوليسو هڅه وکړه چې مخه يې ونيسي خو ده لاسي بم ور وغورځاوه او پوليس يې ټپيان کړل. ټپي شويو پوليسو پر حمله کوونکي ډزې پيل کړې."

ده ويلي، پولیسو حمله کوونکی په ډزو وواژه خو همغه وخت يې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد وچوول.

تېره مياشت همدې ته ورته يوه حمله په کوټه ښار کې د يوه روغتون مخې ته د مدافع وکيلانو پر ګڼه ګوڼه وشوه چې په‎کې تر ۷۰ زيات کسان ووژل شول.

پخواني:

د خېبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې د عيسويانو پر يوه ښارګوټې تر بريد وروسته د دې صوبې په دويم ستر ښار مردان کې پر يوې ځايي محکمې ځانمرګى بريد شوى چې ګڼو خلکو ته په‎کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مردان ښار امنيتي چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ د دې ښار په ځايي محکمې دروازه کې يو ځانمرګى بريد شوى چې تر دې دمه په‎کې لږ تر لږه ١٠ کسان وژل شوي او تر ٤٠ زيات په‎کې ټپيان دي.

امنيتي او روغتيايي چارواکي وايي چې د مردان او پېښور په روغتونونو کې يې ايمرجنسي لګولې او د پېښې ټپيان يې د مردان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدولي چې د ځينو روغتيايي حالت په‎کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د چارواکو په وينا، په وژل شويو او ټپيانو کې پولیس او وکيلان هم شامل دي او زياتوي چې تر بريد وروسته يې په مردان کې د دولتي ودانيو، رغتونونو او نورو ځايونو امنيت سخت کړى دى.

په خېبرپښتونخوا کې د ١١٢٢ ژغورونکې ادارې وياند بلال فيضي له بېلابېلو رسنيو سره په خبرو کې د دغه بريد د تلفاتو په اړه وويل چې په دغه بريد کې تر دې دمه ١٠ کسان وژل شوي دي:

"تر دې دمه ١٠ کسان وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي چې د مردان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي او درملنه يې روانه ده."

له بلې خوا بيا د مردان ښار د پوليسو يو مشر ډي پي او فيصل شهزاد وايي چې د ځانمرګي بريدګرغوښتل محکمې ته دننه شي، خو په خبره يې چې په دروازه کې يې د تلاشۍ پر مهال پر ځان پورې تړلي مواد والوزول چې له امله يې د ستر ځاني زيان مخه ونيول شوه.

د فيصل په خبره، د پوليس او د نورو امنيتي ځواکونو سرتېري سيمې ته رسېدلي، د پېښې ځاى يې محاصره کړى او په شاوخوا سيمو کې يې تلاشي عمليات هم کړي دي.

په مردان کې دغه ځانمرګى بريد د پېښور پر ورسک روډ د عيسايانو پر استوګنزې کالونۍ تر هغې بريد يوازې څو ساعته وروسته شوى چې د چارواکو په وينا، د عيسويانو پر کالونۍ يې دغه بريد شنډ کړى او لږ تر لږه ٤ ځانمرګي بريدګر او یو ملکي کس وژل شوى دى.

د پوځ وياند عاصم سليم باجوه پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي چې امنيتي ځواکونو دغه بريد د سمدستي ځواب او په چټک غبرګون په نتيجه کې شنډ کړى دى.

ترهګرو په داسې وخت کې په خېبرپښتونخوا کې ترهګريز بريدونه کړي چې تېره ورځ د پاکستاني پوځ وياند په شمالي وزيرستان او نورو قبايلي سيمو کې د ترهګرو پرضد د روانو پوځي عملياتو په اړه وويل چې په دغو سيمو کې لږترلږه ٣٥٠٠ کورني او بهرني وسله‎وال وژلي دي.

نوموړي همدا شان ويلي وو چې افغان پولې ته څېرمه په دغو قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو له امله په ټول پاکستان کې په ترهګريزو بريدونو، ځانمرګو او نورو ترهګريزو پېښو کې څرګند کمى راغلى دى.

وزيراعظم نوازشريف، د کورنيو چارو وزير او د پاکستان د بېلابېلو سياسي ګوندونو مشرانو په پېښور او مردان کې ترهګريزې پېښې غندلي او دا يې ناوړه عمل بللى دى.

د يادونې وړ ده چې تر دې دمه لا کومې وسله‎والې ډلې خېبرپښتونخوا کې د دغو ترهګريزو بريدنو مسؤليت پر غاړه نه دى اخېستى.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG