د لاسرسي لېنکونه

د پاکستان سفیر ابرار حسین وایي چې پاکستان افغانستان کې د خپلو ټولو پروژو چارې پیل کړي او په څو راتلونکو میاشتو کې به يې کارونه بشپړ شي.

د پاکستان سفیر چې تېره ورځ د لوګر په ولایت کې د پاکستان د حکومت له‎خوا د نایب امین الله خان لوګري د ۳۰۰ بستریز روغتون د ودانیزو چارو څخه لیدنه کوله، وویل چې د روغتون د دې مهمې پروژې کارونه به هم د نومبر تر پایه سرته ورسیږي.

د پاکستان سفیر وویل، لوګر کې د نایب امین الله خان لوګر د درې سوه بستریز روغتون چارې په بشپړېدو دي او ډېر ژر به د یادو پروژو په ګډون د نېږدې ولایتونو د اوسېدونکو د روغتیايي خدمتونو لپاره چمتو شي.

د پاکستان سفیر د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان یو شمېر نیمګړو پروژو په تړاو وویل چې د دوی په ټولو پروژو دا مهال کارونه روان شوي او له یوې تر اوو راتلونکو میاشتو پورې به يې کارونه یو په بل پسې تکمیل شي.

د پاکستان سفیر ابرار حسین

د پاکستان سفیر ابرار حسین

ابرار حسین په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په باب هم څرګندونې وکړې.

ده وویل، هغه مهاجرین چې په پاکستان کې د بین الاقوامي اصولو مطابق میشت دي، د هغو د استوګنې لپاره ستونزې نشته، خو دوی هیله لري چې هغوی به هم په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان سفیر ابرار حسین ازادي راډيو ته وویل:

"په پاکستان کې دوه قسمه افغانان دي، یو هغه دي چې مهاجرین دي، دا هغه خلک دي چې مهاجر کارتونه ورسره دي چې کوم مهاجرین دي هغوی زموږ میلمانه دي، هغوی ټولو لپاره د بین الاقوامي اصولو مطابق مطابق زموږ خواهش دی چې په خپل مرضی خپل هېواد ته ولاړ شي او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي."

ښاغلي حسین پاکستان کې د غیر قانوني مهاجرینو په باب داسې وویل:

"هغه کسان چې مهاجرین نه‎دي، بې غیر د وزیزې نه، بې غیر د پاسپورټ نه او بې غیر د مهاجر کارټ نه چې کوم خلک هلته دي، د دنیا د هر هېواد د قانون مطابق هغوی غیر قانوني خلک دي، خو بیا هم چې هغو سره موږ څومره ښېګڼه کولای شو، هغه موږ کوو لګیا یو، خو بیا هم یو سړی په بل ملک کې غیر قانوني په توګه پاتې کېدلو لپاره هېڅ ډول اجازت نه وي."

د پاکستان سفیر د چمن د پولي د بندېدو په باب وویل چې کله نا کله ځیني شرپسنده خلک د دواړو هېوادونو د پولې په اوږدو کې داسې عملونه کوي چې زیان يې په دواړو لورو کې پرتو خلکو ته رسېږي.

پېښور کې افغان قونسل ډاکټر عبدالله وحید پویان وایي، ولسمشر پرېکړه کړې چې په ۳۴ ولایتونو کې به کډوالو ته ښارګوټي جوړوي او په‎دې برخه کې ۱۲ مېلیونه ډالره هم ځانګړي کړي.

د یادونې وړ ده، په لوګر کې د نایب امین الله خان لوګري څلور سوه بستریز روغتون چارې اته کاله وړاندې یانې په ۱۳۸۸ یم لمریز کال پیل شوې وې چې وروسته يې څو ځله د بېلابېلو لاملونه له کبله چارې ځنډنۍ شوې.

د لوګر ۴۰۰ بستریز روغتون به چې په معاصره او پرمختللي طبي ټکنالوژۍ سمبالیږي، د افغانستان د لویو روغتونونو څخه وي چې د لوګر سربیره د پکتیا، خوست همدارنګه د نورو ولایتونو د نېږدې سیمو اوسیدونکي هم ګټه پورته کوي.

نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG