د لاسرسي لېنکونه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، د سوریې په شمال کې د ترکیه مداخله بریالۍ وه او څلور سوه کیلومتره ساحه له اسلامي دولت ډلې او کرد ملیشه ځواکونو پاکه شوې ده.

اردوغان د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې دی دغه دواړه ډلې هغه ډلې بولې چې ترکیې ته یې یوشان ګواښ متوجه کړې دی.

که څه هم کرد ځواک د اسلامي دولت ډلې په وړاندې مبارزه کې د امریکا د متحده ایالتونو نېږدې متحد دی.

د ترکیې ولسمشر وویل، د سوریې کرد ملیشه د فرات سیند له ختیځ څخه د په شاکېدو لپاره د موافقې په عملي کېدو کې پاتې راغلې ده.

هغه یو ځل بیا د سوریې د کردانو په اړه خپله پخوانۍ ادعا تکرار کړه چې ویلي يې دي دوی د کردستان له جلا غوښتونکو وسله‌والو سره اړیکه لری او تروریستان دي.

اردوغان وویل، هېڅوک باید له موږه دا تمه ونه‌کړي چې د خپلې خاورې په جنوبي پوله کې به یوه تروریستي دالان ته اجازه ورکوو.

هغه وویل، ترکیه غواړي چې له سوریې سره په پوله یوه امن ساحه رامنځ‌ته کړي چې د نړۍ قدرتونو د دغه پلان ملاتړ نه‌دی کړی.

XS
SM
MD
LG