د لاسرسي لېنکونه

ایراني رسنۍ وایي چې ایران او روسیې موافقه کړې چې روانه میاشت به د ایران په جنوبي بوشهر ښار کې د دوو اټمي تاسیساتو د جوړلو کار پیلوي.

د ایران د ایرنا او پرېس ټلویزیون د راپورونو له مخې د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي ویلي چې په بوشهر کې د دوو اټمي تأسیاستو د جوړولو کار به د سېپټمبر په لسمه پیل شي او د جوړولو کار به یې په لسو کلونو کې بشپړ شي.

د دغو تأسیساتو د جوړولو لګښت لس میلیارډ ډالره اټکل شوی او په بشپړېدو سره به یې ایران په کال کې شاوخوا ۲۲ میلیون بېرله تیل وسپموي.

روسیي د خلیج په غاړه بوشهر کې د زر میګا واټو د تولید اوسنۍ دستګاه هم جوړه کړې چې په ۲۰۱۳میلادي کال کې فعاله شوې ده.


XS
SM
MD
LG