د لاسرسي لېنکونه

پاکستان د متحدوایالاتو هغه تورونه رد کړي چې وايي، اسلام آباد د ترورېزم پرضد د مبارزې په برخه کې کافي هڅې نه کوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم بجوا پرون وویل، هېواد یې د ټولو تروریستي ډلو پرضد له توپیر پرته عملیات کوي. بجوا زیاته کړه چې د ښه او بد طالب په نوم کوم مفهوم نشته.

د پاکستان د پوځ ویاند دا څرګندونۍ وروسته له هغه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري د چارشنبې په ورځ پر اسلام آباد سخت انتقادونه وکړل.

ښاغلي کري وویل، د پاکستان په وړاندې د تېرو څو میاشتو له پرمختګونو سره-سره خورا ډېر کارونه پراته دي او د پاکستان حکومت د یاغي ډلو او په افراطي فعالیتونو کې د ښکیلو کسانو پرضد مبارزه باید چټکه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیراشاره حقاني شبکې او لشکرطیبه ډلې ته وه چې مشران یې په پاکستان کې دیره دي.

امریکا همدا راز د پاکستان پر استخباراتي ادارې تور لګولی دی چې د حقاني شبکې ملاتړ کوي او په افغانستان کې نیابتي جګړه پر مخ بیايي خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG